لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم نوازشريف د جی آئي ټي په وړاندې حاضر شوی


هغه ووېل دغه قضيه يې د کورنۍ په ضد شخصي ده په دې کې د حکومتي غبن هيڅ خبره نشته، نوموړي ووېل د پخوا راهسې يې د کورنۍ احتساب روان دی.
هغه ووېل دغه قضيه يې د کورنۍ په ضد شخصي ده په دې کې د حکومتي غبن هيڅ خبره نشته، نوموړي ووېل د پخوا راهسې يې د کورنۍ احتساب روان دی.

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د پاناما ليکس د تحقيقاتو دپاره د ستري محکمې په امر جوړ جوائنټ انوسټيګېشن ټيم (جی آئي ټي) په وړاندې حاضر شوی دی.

د جی آئي ټي سره د درېو ساعتونو تېرولو وروستو چې وزيراعظم بهر راووتلو مطبوعاتو سره په خبرو کې يې ووېل، خپل دريځ يې تحقيقاتي ډلې ته وړاندې کړو او حکومت او ټوله کورنۍ يې احتساب ته وړاندې شوې ده.

هغه ووېل ځکه د جی آئي ټي په وړاندې حاضر شو چې وزيراعظم او ټولو د قانون او انصاف په وړاندې ځواب ورکول دي.

هغه ووېل دغه قضيه يې د کورنۍ په ضد شخصي ده په دې کې د حکومتي غبن هيڅ خبره نشته، نوموړي ووېل د پخوا راهسې يې د کورنۍ احتساب روان دی.

هغه دا هم ووېل چې که چرته د مخصوصې ايجنډې جوړولو فېکټرۍ بندې نه شوې نو آئين او جمهوريت نا بلکې د ملک امنيت د خطر سره مخامخ کېدی شي.

هغه زياته کړه تراوسه پورې يې په يو حکومت کې په هغه د غبن تور نه دی ثابت شوی او اوس به هم بې داغه سرلوړی کيږي.

جوډيشل اکېډمۍ اسلام اباد کې د شپږکسيزه جی آئي ټي ډلې په وړاندې د حاضرېدو نه وړاندې وزيراعظم نوازشريف د مرکزي وزيرانو خواجه اصف، اسحاق ډار او پخواني وزيراطلاعات پروېز رشيد او نورو سره ليدلي دي.

وزیراعظم سره د هغه کشر ورور د پنجاب صوبې اعلی وزير شهبازشريف او د هغه مشر حسېن نواز هم موجود وو.

تحقيقاتي ډلې وزيراعظم نوازشريف ته د پاناما پلټنو کې غوښتی او هغه ته يې د ځان سره د ريکارډ او اسنادو وړاندې کولو ويلي ؤ.

د وزيراعظم د حاضرۍ په موقع د جوډيشل اکېډمۍ نه چاپېره د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي او د واکمنه ډلې مسلم ليګ ن په ګڼ شمېر کې غړي هم راټول شوي دي.

د سترې محکمې په امر د پاناما پلټنو دپاره د مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف آئي ای مرستيال ډائريکټر ضيااحمد په مشرۍ شپږکسيزه ډله تحقيقات کوي.

په شپږ کسیزه ډلې په نورو غړو کې د پاکستان مرکزي بېنک، پوځ استخباراتي ادارو او قامي احتساب بېورو سره د سيکيورټي اېکسچېنج استازي شامل دي.

سترې محکمې د اپرېل په ۲۰ م نېټه د پاناما ليکس په اړونه فېصله اورولې او د وزيراعظم د بچو بهر ملکونو کې د جايدادونو معلومولو او تحقيقاتو دپاره يې د جی آئي ټي جوړولو امر کړی ؤ.

دې کمېټۍ ته په ۶۰ ورځو کې د تحقيقاتو پوره کولو ويل شوي وو.

د جی آئي ټي په روانو تحقيقاتو کې د وزيراعظم مشر حسېن نواز پينځه ځله او کشر زوی حسن نواز يې دوه ځله شپږکسيزه ډلې ته مخامخ شوي دي.

جی آئي ټي شهبازشريف او پخواني داخله وزير رحمان ملک ته هم د خالي په ورځ د حاضرېدو ويلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG