لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د کرکټ چیمپینز ټرافۍ فاینل ته ووتلو


د پاکستان د لوبډلې کپتاني سرفرازاحمد کوي،

د چېمپئنزټرافۍ په سيمي فائنل کې پاکستان په اته وکټو انګلېنډ ته ماتې ورکړه، او فائنل ته ورسېد.

د انګلېنډ په کارډف مېدان کې د سيمې فائنل په سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف ۲۱۱ رنزونه په ۳۸م اوورو کې پوره کړو او په اته وکټو يې لوبه وګټله.

د پاکستان لخوا د بيټنګ پېل فخرزمان او اظهرعلي کړی او دواړو ښه لوبه وکړه.

اظهرعلي ۷۶ رنزونه او فخر زمان ۵۷ رنزونه جوړ کړه، په پاتې رنزونو کې ۳۸ بابراعظم او ۳۱ محمدحفيظ جوړکړه او لوبه يې وګټله.

حسن علي د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو، هغه درې لوبغاړي اؤټ کړي وو.

د انګلېنډ يواځې دوه لوبغاړو عادل رشيد او جېک بال يو يو وکټ واخستو.

پاکستان د لوبې ټاس ګټلی او انګلېنډ ته يې بيټنګ ورکړی ؤ.

د انګلېنډ په لوبغاړو کې جی اي روټ ۴۶ او بايرسټو ۴۳ رنزونه جوړ کړي وو، د انګلېنډ په لوبغاړو کې دا زيات رنزونه وو چې کومو لوبغاړو جوړ کړي وو.

د پاکستان بالرانو نن غوره بالنګ کړی، حسن علي درې، جنېدخان او رومان رئيس دوه دوه لوبغاړي اؤټ کړي دي.

د انګلېنډ لوبډلې د چېمپئنزټرافۍ په سيالو کې ماتې نه وه خوړلې، او پاکستان د هند نه ماتې خوړلې او د جنوبي افريقې او سري لنکا لوبډلو ته په ماتې ورکولو سيمي فائنل ته رارسېدلی ؤ.

پاکستان نن په خپله لوبډله کې د تېز بالر محمدعامر په ځای رومان رئيس شامل کړی دی.

دوېم سيمي فائنل به د هند او بنګل دېش ترمنځ کيږي، په دې دواړو لوبډلو کې ګټونکې لوبډله به اوس د پاکستان سره په فائنل کې مخامخ کيږي.

XS
SM
MD
LG