لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ افغانستان ته دنورو پوځیانو لیږلو واک پنټاګان ته سپارلی،راپور


 افغانستان کې دداعش اؤ طالبانو جنګیالي زیات فعاله دي اؤ د افغانستان په یو شمیر سیمو خپل نااعلانه حکومت چلوي.
افغانستان کې دداعش اؤ طالبانو جنګیالي زیات فعاله دي اؤ د افغانستان په یو شمیر سیمو خپل نااعلانه حکومت چلوي.

دامریکا صدر ښاغلي ډونلډ ټرمپ دافغانستان روانه جګړه کې د بریالیتوب ترلاسه کولو په موخه پنټاګان ته واک ورکړی چې د خپلې خوښې په شمیر امریکایي پوځیان افغانستان ته لیږلی شي.
صدرټرمپ افغانستان ته د نورو سرتیرو د لیږلو دغه واک پنټاګان ته وروستو له هغې سپارلی چې تیره ورځ د امریکا ددفاع وزیر کانګریس ته منلې وه امریکا دافغانستان جګړه کې په ګټه کې نه ده روانه.
دامهال افغانستان کې دداعش اؤ طالبانو جنګیالي زیات فعاله دي اؤ د افغانستان په یو شمیر سیمو خپل نااعلانه حکومت چلوي.
دامریکا ددفاع د وزیر ښاغلي جیم میټس تیره ورځ کانګریس کې د پوځي خدماتو کمیټې ته ویلي وؤ چې افغانستان کې د ثبات راوستو په موخه روانه جګړه کې دا مهال امریکا په ګټه کې نه ده روانه.
افغانستان کې د امریکا اؤ نیټو د ځواکونو کمانډر جنرال جان نکلسن هم دتیرې فرورۍ میاشت کې کانګریس ته ویلي وؤ چې افغان جګړه کې د لانجمن حالت نه وتلو دپاره باید امریکا خپل نور پوځیان هم افغانستان ته ولیږي.
فرانسیسي خبري اژانس ای ایف پي د شورو په ورځ د پتڼاګان د یو چارواکي له خولې پخپل راپور کې لیکلي چې پنټاګان ته افغانستان کې د پوځیانو ګمارلو له واک ورکولو وروستو اوس ددفاع وزیر ښاغلي میټس کولی شي چې څومره سرتیري وغواړي افغانستان ته یې ولیږي.
دغه چارواکی چې نوم یې مخې ته نه دی راغلی وایي د عراق اؤ سوریې په اړه هم سپینې ماڼۍ بیخي دغسې کړي وؤ ، لمړی یې پنټاګان ته دغو هیوادونو کې د پوځ ګمارلو واک اؤ بیا یې دداعش په ضد دجګړې اجازه ورکړې وه.
خو د امریکا ددفاع وزیر ښاغلي جیم میټس تیره ورځ امریکایي ګانګریس ته خپلو خبرو کې دا هم روښانه کړې وه چې که د امریکا نوي پوځونه افغانستان ته ولیږل شي هم نو د هغوئ ټول پام به د افغان ځواکونو روزنې ته وي.
دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکايي او ۵ زره د نورو هېوادونو سرتېري د ناټو په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
خو دانه ده معلومه چې امریکا به په څومره شمیره کې نور سرتیري افغانستان ته ولیږي.
تر دې وړاندې نړیوالو رسنیو داسې اټکل کړې وه چې د ټرمپ انتظامیه د ضرورت پیښیدو په مهال افغانستان ته د دریوؤ زرو څخه نیولي تر پینځوؤ زرو پوځیان لیږلی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG