لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې امریکا په ګټه کې نه ده، مېټس


د دفاع وزير جېم مېټس کمېټۍ ته احوال تېروي.
د دفاع وزير جېم مېټس کمېټۍ ته احوال تېروي.

د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس د نهې يا سه شنبې په ورځ قانون جوړؤنکو ته ويلي په افغانستان کې د ثبات راوستو دپاره روانه جګړه کې امريکا په ګټه کې نه ده، او ژمنه يې کړې ده چې د" جولائۍ د نيمايۍ" پورې به په دغې اړه تګ لاره وړاندې کړی شي.

مېټس د سېنېټ د وسله والو ځواکونود قائمه کمېټۍ غړو ته ويلي چې " دا وخت مونږ په افغانستان کې په بريا کې نه يُو او مونږ چې څومره زر ممکنه وي دا معامله سمه کړو".

مېټس منلې ده چې د افغانستان په معامله د ټرمپ انتظاميې په وړاندې دا وخت کوم جوړه تګ لاره نشته، چرته چې امريکايي پوځ د ۱۶ کالونه جنګيږي.

د دفاع وزير کانګرس ته ووېل چې د دفاع محکمې ته دې د ضرورت پېښېدو په وخت د پېسو ځانګړي کولو په ځای بجټ ورکړی شي، کوم چې هر وخت موجود وي او امريکايي پوځ پياوړی او تيار وي، او په دواړو جګړو کې يې د ضروري مرستو ترسره کولو کې وروستو والی نه وي.

د کمېټۍ مشر د ريپبلکن سېنېټر جان مکېن د دې خبرې سره موافقه کړې چې کانګرس ته د بجټ منظورولو ضرورت دے خو ويلي يې دي قانون سازان غواړي چې پېنټاګون دې د افغانستان پلان وړاندې کړي چې دا معلومه شي چې څنګه پرمختګ کېدے شي.

مکېن ويلي " زمونږ دپاره دا خبره ګرانيږي چې د تګ لارې پرته ملاتړ وکړو".

د ارېزونا سېنېټر دې پله پام راوړلی چې د مخکنۍ انتظاميې د افغانستان په اړوند پلان يواځې دا ؤ چې "بايلوبه نه"، کوم چې د مکېن په وېنا ګټور نه ده ګرځېدلی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG