لاس رسیدونکی لینک

د اني فرانک د هیټلر (نازي) دور یو ذاتي یاداشت


د اني فرانک د هیټلر (نازي) دور یو ذاتي یاداشت

دا کیسه د یوې ۱۵ کلنې ماشومې جینۍ انې فرانک ده.

انې فرانک ۷۵ کاله وړاندې د نازي رژیم په دور کې د خپلې ډایرۍ لیکل هغه مهال پیل کړل کله چې د یهودانو ټول وژنه شروع شوه.

نوموړې د نورو عامو انجنو په څېر په ارامه خپل ژوند په هالنډ کې تیروه کله چې د هغې په ۱۳ کلیزې کې مور او پلار یې ورته یوه ډایري ډالۍ کړه.

هغوي د هټلر حکومت یا قدرت ته د رسېدو سره د جرمني فرانکفورټ ښار ته ولاړل.

څو اونۍ وروسته د هغوی کورنۍ ته وویل شول چې ویسټربورک ښار یو کانسینټریشن کمپ ته استول کیږي چېرې چې یهودان کړول کیدل.

ایډناف فریډبرګ چې د نشنل هلوکاسټ یا ټول وژنې موزیم یوه تاریخ پوهه ده وايي د هغې لومړۍ لیکنې د عادي ژوند څخه پیل شوې وې چې د ملګرو سره د وخت تیرولو، ښو خوراکونو کولو او د یو یوشمیر نورو لوبو او کارونو د ترسره کولو په اړه وې.

خو ډیر ژر د هغې لیکنې پدې پیل شوې چې هغه باید د نړۍ پټه شي او څوک یې پیدا نه کړي.

په امسټرډام کې د انې کورنۍ او ځینې نورو یهودانو لپاره یو پنا ځای وو چې شپې به یې په کې سبا کولې چیرې چې انې په ساعتونو ساعتونو به خپل خیالي ملګرو ته لیکونه لیکل او د خپل ژوند په ستونزو، مینې، کورنۍ او د خوراک څښاک نشتوالي په تړاو به یې ډیر څه خاطرې لیکلې.

آنې لیکلي:

هر ماښام کله چې تیاره شي، زه په سړکونو د بې ګناه معصومو خلکو اوږده کتارونه وینم چې ماشومان او میرمنې هم ورسره یې او د هیټلر د خلکو په امر وهل کیږي تر دې حده چې ډیر واړه ماشومان او امیدواره ښځې ټول به وژل کیدل.

انې خپل اخرنۍ لیکنې د ۱۹۴۴ کال د اګست میاشتې په لومړۍ نیټې لیکلي کله چې د نازي کساو ددوي پټنځای وموندو او ټول یې د وژنې یو کیمپ ته واستل چیرې چې هغه په کال ۱۹۴۵ مارچ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ایډین فرایډ بیرګ لیکلي چې د هغې د لیکنو څخه یو څو کرښې زما ډیرې خوښې دي او هغه دادي چې د هر څه برسیره زه اوس هم باور لرم چې انسانان ډیر ښه زړونه لري.

هغه پوهیدل چې د دوی سره ناوړه چلند کیږي خو بیا هم په انسانیت عقیده درلوده.

د انې پلار اوټو فرانک د دوی د کورنۍ یواځینی غړی وو چې ژوندی پاتې شو او هغه خپل د لور ډایري چاپ کړل کوم چې د هغه ۶ میلیونو یهودانو د ټول وژنې په یاد کې او د هغوی لپاره یو داسې غږ وو چې نه هیریدونکی دی.

XS
SM
MD
LG