لاس رسیدونکی لینک

پاکستان: امریکايي ډرون بريد کې د حقاني شبکې يو مشر وژل شوی


پاکستاني چارواکو د ډرون د تازه بريد په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښکاره او له دې وړاندې يې ډرون بريدونه د خپلواکۍ په ضد بللي دي.

د پاکستان د قبايلي سيمې اورکزۍ ايجنسۍ او هنګو ضلعې ترمنځ په سپين ټل علاقه کې د امریکايي بې پايلټه ډرون برید کې د حقاني شبکې مهم کمانډر عمر عرف ابوبکر وژل شوی دی.

ځایي امنيتي سرچينې پخلی کوي چې دا ډرون برید د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې د سپين ټل په لېول نومې کلي کې شوی دی.

بې پايلټه ډرون په يو کور دوه توغندي داغلي، ابوبکر پکې په ځای وژل شوی او د هغه سره د درېو نورو کسانو ژوبلېدو خبر هم مخې ته راغلی دی، وېل کيږي په ژوبلو کي د هغه زوی هم شامل دی.

ځایي خلکو ويلي د بريد وروستو نزدې د دوه ساعتونو پورې بې پايلټه ډرون په دغه علاقه پراوزنه کول ځکه څوک علاقايي خلک دغه ځای ته نشو ورتلی او وسله والو د هغه مړی په خپله سمبال کړی او نامالومه ځای ته يې منتقل کړی دی.

عمر عرف ابوبکر د حقاني شبکې مهم کمانډر ؤ او د افغانستان خوست ولايت سره يې تعلق لرلو. هغه په سپين ټل علاقه کې د کورنۍ سره د کډوال په حېث ژوند کولو او دغه کور چې په هدف شوی هغه د مرکز په توګه کارولو.

د اورکزۍ ايجنسۍ پوليټکل چارواکي وايي چې دغه علاقه په کومه کې چې ډرون بريد شوی دا د هنګو ضلعې حددود دي ، خو د هنګو چارواکي وايي دا د اورکزو علاقه ده.

په دې علاقه کې زياتره افغان کډوال ژوند کوي.

په دې علاقه کې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۳م کې هم يو ډرون بريد شوی او د افغان طالبانو د ماليې د هغه وخت واکمن مفتي احمدجان سره د شپږو کسانو وژل شوی ؤ، د دغه بريد رپورټ د هنګو ضلعې په ټل پوليس سټېشن کې درج شوی ؤ.

پاکستان کې په وروستي ځل د امریکې بې پايلټه ډرون تېره مياشت په شمالي وزيرستان کې شوی ؤ.

پاکستان کې د حقاني شبکې يو مشر په داسې حال کې په ډرون بريد کې په نخښه شوی چې په وروستيو کې په کابل کې د شوؤ بريدونو زمه واري افغان چارواکي په حقاني شبکه وراچوي چې دغه بريدونه يې د پاکستان د استخباراتي ادارې آئي اېس آئي په مرسته کړي او دا ډله په پاکستان کې پټ ځايونه لري.

خو اسلام اباد د کابل دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستاني چارواکو د ډرون د تازه بريد په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښکاره او له دې وړاندې يې ډرون بريدونه د خپلواکۍ په ضد بللي دي.

XS
SM
MD
LG