لاس رسیدونکی لینک

امریکا: د سفري بندېزونو په  صدارتي حکمنامه عدالتي فېصله برقرار


د صدر ټرمپ د دغه حکمنامې په ضد د امریکا په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

د امریکې يو عدالت د صدر ډونلډ ټرمپ په انتظامي حکمنامه د بندېز دوامداره ساتلو په تاييد کې فېصله اورلې ده، په کومه حکمنامه کې چې صدر په شپږو اکثريتي مسلمان ملکونو د سفر بندېز لګولی ؤ.

د سان فراسسکو عدالت (نائنتهـ سرکټ کورټ اف اپيلز) د يکشنبې په ورځ په دې بنياد د انتقالي يا عبوري بندېز په ضد فېصله اورولې ده چې صدر د دوېم مارچ په انتظامي حکمنامه کې د خپل واک نه وراوختی دی.

په حکمنامه کې وېل شوي، " د ملک خوندي کولو دپاره د غېر ملکي ترهګرو امريکا ته راتګ بندول کيږي".

د قاضیانو درې کسيزه پېنل وېلي، د امېګرېشن اېند نيشنلټی اېکټ (آئي اېن اېن) صدر ته پراخه واک ورکوي چې امريکا ته راتګ قابو کړی شي او د امریکې امنيت يقيني کړي، " د صدر په کچ هم، امېګرېشن د يو تن معامله نه ده".

د دوشنبې په ورځ د فېصلې راتلو نه وړاندې په ۲۵مئي د ورجينيا (فورتهـ يو اېس سرکټ کورټ اف اپيلز) هم دغه شان فېصله اورولې ده، چې پکې دمېرې لېنډ د قاضي فېصله په ځای ساتل شوې وه.

د ورجينيا عدالت د صدر ټرمپ بيانونه او ټويټس په پام کې ساتلي چې دا دې پله اشاره کوي چې د هغه حکمنامه په مسلمانانو د بندېز برابر ده، د کومې معاملې په اړوند چې صدر په خپل انتخابي کمپائن کې خبره کړې وه.

او عدالت د حکمنامې په هغه برخه فېصله اورولې چې پکې د ۹۰ ورځو دپاره په شپږو ملکونو سفري بندېزونه لګول شوي وو.

ولې د نائنتهـ سرکټ عدالت پراخه فېصله اورولې ده او عدالت ويلي د سفري بندېزونو په ملاتړ کې ډېر کم دلائل وړاندې شوي دي.

XS
SM
MD
LG