لاس رسیدونکی لینک

دچین په وینا اسلام اباد اؤ کابل ولې نوؤ خبرو ته اړ شوي ؟


دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي چین دلمړي ځل دپاره غواړي دپاکستان اؤ افغانستان سوله وکړي اؤ په دغه لړکې به ډیر زر دچین دبهرنیو چارو وزیر د کابل سفر کې افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
ښاغلی غني وايي پاکستان سره د سولې په اړه د کابل غوښتنه هم دا وه چې دولت په دولت باید خپلو کې خبرې وکړي .

څیړونکي وایي پاکستان اؤ چین اوس په دې خبره پوهیدلي چې که منطقه کې جنګونه اؤ ناقراري وایي نو دوئ پکې هم خپلې اقتصادي پروژې سرته نه شي رسولی.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د ښځو د حقونو فعالانو سره لیدنه کې ویلي چې د کابل د تورې چارشنبې پېښه افغانستان د پاره په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې په شان وه،

په ۳۱م مئ د کابل وزیراکبر خان سیمه کې د بارودي موادو نه د یو ډک ټرک په چاودنه کې د ۱۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي اؤ خواوشا ۴۰۰ ژوبل شوي وؤ.

کابل ددغه پيښې پړه په اسلام اباد وراچولې ده اؤ ویلي یې دي چې دبرید يلان دحقاني شبکې جنګیالو د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته پاکستان کې تیار کړی ؤ خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

افغان اولسمشر اشرف غني ویلي کله چې امریکا کې د ۱۱ سپټمبر پیښه رامینځته شوه نوامریکا له دغې پېښې وروسته د نړۍ یووالی تر لاسه کړو او مونږ هم د کابل پروسې کنفرانس کې نړيواله اجماع او ملاتړ ترلاسه کړو.

خو افغان اولسمشر وایي اوس دښمن هڅه کوي چې زمونږ د کورنیو ستونزو په زیاتولو سره دغه نړیوال ملاتړ تر سیوري لاندې راولي.

د افغان صدارتي ماڼۍ لخوا جاري شوي داشرف غني دغه بیان کې که هرڅو نه ده واضحه کړل شوې چې دښمن نه د افغان اولسمشر مراد څوک دي خو هغه له دې وړاندې بیا بیا په خپلو ویناګانو کې پاکستان افغانستان کې د جنګونو د دوام ذمه وار ګرځولی دی.

ښاغلي غني زیاته کړې “زه چې هر کله یوه لاسته راوړنه لرم او تحول ته شرایط برابر شي، له یوې خوا نه یوې خوا راباندې جنګ او فشار راځي” خو هغه ټینګار کړی چې هیڅ قدرت به ونه کړل شي چې د راتلونکو پروګرامونو څخه زمونږ پام بل لوري ته واړوي.

دافغانستان اؤ پاکستان په وضغیت ژور نظر لرونکی څیړنکار ښاغلی زرعلي خان موسي زئ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چین غواړي چې دجنوبي چین د پسماندګۍ ختمولو دپاره په هر قیمت خپلې د یوې سیمې یوې لار پروژې سرته ورسوي.

هغه وویل چین ددغه پروژې په اساس دپاکستان د ګوادر بندرګاه دلارې تر مینځنۍ ایشیاء د خپلو مالونو رسولو دپاره لارو جوړولو ته ضرورت لري اؤ پاکستان هم د ۵۷ بلین ډالرو په لګښت د جوړیدونکې پاک - چائنا اقتصادي لارې یا سي پیک تحفظ ته مجبوره دی .

“اؤ دواړه هیوادونه پوهیږي چې په سیمه کې خپلې دغه اقتصادي ګټې هغه مهال خوندي کولی شي چې دلته امن وي ، جنګونه اؤ سیاسي رقابتونه پائي ومومي”

د زر علي موسي زئ وینا ده اوس یوازې د طالبانو خبره نه ده چې ګنې پاکستان به یې د وراني نه قلار کړي بلکې اوس دلته یو بل خطرناک ګواښ دداعش په شکل کې موجود دی.

“د خلیجي هیوادونو دننه وروستي وضعیت هم چین په دې سیمه کې د خپلو سبانیو ګټو خوندي ساتلو دپاره اقداماتو ته اړ کړی دی اؤ زه سل په سله باوري یم چې دا ځل که به اسلام اباد کابل سره خبرو ته کښیني نو د زړه نه به غواړي چې چین سره دخپلو افتصادي پروژو د ژغورنې دپاره کابل سره په صادقانه ډول د امن په چارو وغږیږي"

هغه وایي په دغو خبرو کې د افغانستان ګټې بیا ځکه مهمې دي چې یو خو یې هیواد د امن اؤ ثبات لوري ته ځي بل په سیمه کې د روانو اقتصادي پروژونو څخه د ګټې اخستو فرصت هم دلاسه نه ورکوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG