لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د چېمپئنز ټرافۍ سيمې فائنل ته ورسېد


د پاکستانۍ لوبډلې کپتان سرفرازاحمد ښه لوبه وکړه تر ټولو زيات  ۶۱ رنزونه يې جوړ کړه او د لوبې په ګټه کې يې مهم کردار ادا کړو.

د چېمپئنزټرافۍ د ليګ په وروستۍ سيالۍ کې پاکستان د سري لنکا لوبډلې ته په درې وکټو ماتې ورکړه او سيمې فائنل ته ورسېد.

سري لنکا لمړی بيټنګ کړی او ټول لوبغاړي يې په اخرني ۵۰ م اوور کې په ۲۳۶ رنزونو اوټ شوي وو.

د پاکستانۍ لوبډلې کپتان سرفرازاحمد ښه لوبه وکړه تر ټولو زيات ۶۱ رنزونه يې جوړ کړه او د لوبې په ګټه کې يې مهم کردار ادا کړو.

پاکستاني لوبغاړو کې اوپنرانو ښه بېټنګ کړی او وړومبی وکټ يې هغه وخت په مجموعي ۷۴ رنزونو لاړه چې کله فهرالزمان په۵۰ رنزونو کېچ اؤټ شو.

د هغې وروستو منځنو لوبغاړو ښه لوبه ونه کړی شوه خو په وروستيو کې سرفراز او محمدعامر ښه لوبه وکړه او لوبه يې وګټله.

پاکستان په ۴۵م اوور کې د ۲۳۷ رنزونو هدف پوره کړو.

د سري لنکا په بالرانو کې پردېپ درې او درېو نورو يو يو وکټ واخستو.

له دې وړاندې

د لوبې ټاس پاکستان ګټلی او سري لنکا ته يې لمړی بيټنګ ورکړی ؤ.

د سري لنکا په لوبډله کې زيات ۷۳ رنزونه ډېکويلا جوړه کړه او متيهيوز په ۳۹ رنزونو اؤټ شوی ؤ.

پاکستاني بالرانو کې جنېدخان او حسن علي درې درې او محمدعامر او فهيم اشرف دوه دوه لوبغاړي اؤټ کړه.

پاکستان په خپله وړومبۍ سيالۍ کې د هند نه ماتې خوړلې او دوېمه لوبه کې يې جنوبي افريقې ته په ۱۹ رنزونو ماتې ورکړې وه.

سري لنکا د افريقې نه ماتې خوړلې هند ته يې ماته ورکړې او د پاکستان نه په لوبه بائللو د چېمپئنزټرافۍ د سيالو نه بهر شو.

پاکستان به اوس انګلېنډ سره په سيمي فائنل کې مخامخ کيږي، دوېم سيمې فائنل به د هند او بنګله دېش ترمنځ کيږي.

XS
SM
MD
LG