لاس رسیدونکی لینک

نوازشریف نه د درغلیو حساب غوښتل کیږي


وزيراعظم ته په لېږل شوي نوټس کې وېل شوي د زيارت په ورځ دې په ۱۱ بجې اسلام اباد کې مرکزي عدالتي اکېډمۍ کې د جی آئي ټي په وړاندې حاضر شي.

د پاناما قضیې په لړ کې د وزيراعظم نواز شريف او هغه د کورنۍ نه د جايدادونو د پلټنو دپاره جوړ جوائنټ انوسټيګېشن ټیم (جی آئي ټي) وزيراعظم ته نوټس لېږلی چې د جون په ۱۵م نېټه د زيارت په ورځ د ټيم په وړاندې حاضر شي.

د اطلاعاتو او نشرياتو وزيرې مريم اورنګزېب د اتوار په ورځ ویلي وزيراعظم د ائين او قانون د سرلوړۍ دپاره د جی آئي ټي په وړاندې د حاضرېدو فېصله کړې ده.

هغې ویلي وزيراعظم ځان د احتساب دپاره وړاندې کړی دی.

وزيراعظم ته په لېږل شوي نوټس کې وېل شوي د زيارت په ورځ دې په ۱۱ بجې اسلام اباد کې مرکزي عدالتي اکېډمۍ کې د جی آئي ټي په وړاندې حاضر شي.

سترې محکمې د اپرېل د میاشتې ۲۰ م نېټه د پاناما قضیې د نورو پلټنو دپاره د شپږ کسيزه کمیټۍ جوړولو امر کړی او ويلي يې ؤ دغه کميټي دې په ۶۰ ورځو د وزيراعظم او کورنۍ څخه پلټنې پوره کړي او عدالت ته دې وړاندې کړي.

د جی آئي ټي په روانو پلټنو کې د وزيراعظم نوازشریف مشر زوی حسېن نواز پينځه او کشر حسن نواز دوه ځله د ګډې کمېټۍ په وړاندې حاضر شوي دي.

د سترې محکمې په درېو ججانو مشتمل بنچ د مئي په شپږمه نېټه د جی آئي ټي د غړو نومونه اعلان کړي وو.

حسېن نواز د جی آئي ټي په ځينو غړو اعتراضونه کړي او د سترې محکمې رجسټرار ته يې ايميل کړی ؤ خو د سترې محکمې بنچ دغه خواست رد کړی او جی آئي ټي ته يې د کار جاري ساتلو ويلي ؤ.

په پارليمان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان پيپلزپارټۍ او پاکستان تحريک انصاف د وزیراعظم طلب کول ښه عمل بللی دی.

د پاناما قضيې په اړه د سترې محکمې د فېصلې راتلو چې په دغه اړوند د نورو پلټنو دپاره جی آئي ټي جوړولی شي د پيپلزپارټۍ او تحریک انصاف ګوند لخوا د وزراعظم نوازشريف نه د استعفی غوښتنه شوې وه.

د وزیراعظم او د هغه د کورنۍ نه تفتيش کوونکي ګډ پلټنيز ټيم کې د مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف، بي، ائي، قامي احستاب ادارې (نیب)، اسټیټ بینک، سيکيورټي اېکسچنج کمیشن، پوځ د دوه استخباراتي ادارو (ائي اېس ائي او اېم ائي) يو یو غړی شامل دي.

XS
SM
MD
LG