لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حقاني شبکه وایي د کابل اؤ هرات بریدونه دوئ نه دي کړي


په دغو درې واړو بريدونو کې لږترلږه ۱۸۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي وو چې زياتره يې ملکي وګړي وو.
په دغو درې واړو بريدونو کې لږترلږه ۱۸۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي وو چې زياتره يې ملکي وګړي وو.

د حقاني ترهګرې شبکې مشر سراج الدين حقاني په افغانستان کې په وروستيو کې ترسره شوؤ خونړو بريدونو کې خپله ککړتيا رد کړې ده.

سراج الدين حقاني د اتوار يا يکشنبې په ورځ وي او ای ته په لېږلي پښتو ژبه کې يو غږيز پېغام کې دا خبره کړې ده.

هغه په کابل کې د مئي په ۳۱م نېټه په وزيراکبرخان روډ باندې د بارودي موادو ډک ټرک چاؤدنې او د هغې وروستو په جنازه او بيا په هرات کې په جومات کې د بريد حواله ورکړې ده.

په دغو درې واړو بريدونو کې لږترلږه ۱۸۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي وو چې زياتره يې ملکي وګړي وو.

حقاني ويلي "چا چې دا پلان کړي دا د اسلامي امارت (طالبانو) کار نه دے او نه دويې په ملک کې چرته هم د بې ګناه خلکو په ضد دغه رنګ عمليات کوي".

کابل او هرات کې د بريدونو زمه واري لا چا نه ده منلې.

زياتې وژنې په کابل کې د بارودو نه ډک ټرک په چاؤدنه کې شوې وې په کوم کې چې نزدې ۱۵۰۰ کلوګرامه بارودي مواد کارول شوي وو.

افغان صدر اشرف غني تېره اوونۍ په کابل کې نړيوالې غونډې ته په وېنا کې ويلي ؤ په دغه زوروره چاؤدنه کې د ۱۵۰ نه زيات کسان وژل شوي او د بهرنو په ګډون پکې ۳۵۰ کسان ژوبل شوي وو.

افغانستان کې د کال ۲۰۰۱م نه وروستو دا تر ټولو زياته وژونکې پېښه وه.

د افغانستان استخباراتي ادارې د دغه چاؤدنې زمه واري په حقاني شبکه اچولې او ويلي يې ؤ چې د ګاونډي پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته يې دا کار کړی دی.

حقاني په خپل غږيز پېغام کې ټينګار کړی چې طالبان به تر هغې وسله وال عمليات نه پرېږدي څو پورې چې امريکايي عسکر د افغانستانه نه وي وتلي.

هغه په افغان حکومت نيوکه کړې چې د بشري حقونو په نوم د اسلامي رواياتو په ځای په هېواد کې د لويديځ رواياتو ته وده ورکوي.

پټ کمانډر ويلي، "څنګه چې تاسوافغانانو د روس او انګرېزانو څخه د ازادۍ خوشحالۍ نمانځلې، د خدای په رضا، تاسو به يو وخت په وياړ سره د امريکا او اتحاديانو نه يې ازادي نمانځئ".

د امريکا د بهرنو چارو وزارت په کال ۲۰۰۸ م کې حقاني نړيوال ترهګر ګرځولی او دغه ډله يې په کال ۲۰۱۲م کې نړيواله ترهګره شبکه ګرځولې ده.

واشنګټن د افغان ترهګر مشر په سر د ۱۰ ملينه ډالرو انعام هم مقرر کړی، د چا په اړه چې وېل کيږي هغه په افغان او بهرنو ځواکونو باندې وژونکي بريدونه کړي دي.

افغان او امريکايي چارواکي په سراج الدين حقاني د تشدد د پېښو تور لګوي او وايي چې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته د دغه هېواد په قبايلي سيمه کې پټ ځايونه لري.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي په تېر درېو کالو کې يې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو ترهګرو په ضد عمليات کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG