لاس رسیدونکی لینک

يو افغان سرتيري درې امريکايي پوځيان وژلي


دا پېښه د خالي يا شنبې په ورځ د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

چارواکو ويلي په ختيځ افغانستان کې د افغان خصوصي ځواک يو سرتیري په امريکايي عسکرو ډزې کړي درې سرتيري يې وژلي او يو بل يې ژوبل کړی دی.

دا پېښه د خالي يا شنبې په ورځ د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهاردولتي ویاند عطاالله خوګياڼي وی او ای ته وېلي ډزې کوونکی عسکر امريکايي سرتېرو وژلی دی.

د طالبانو وياند ويلي ډزې کوونکی تن يې غړی او په ځواکونو کې شامل ؤ.

له دې وړاندې وېل شوي ؤ چې دوه امريکايي سرتیري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

د امریکايي چارواکو په وېنا صدر ډونلډ ټرمپ د امریکايي سرتېرو په وژنه او د تازه احوال څخه خبر کړی شوی دی.

يو نړيوال افغان سفارتکار وېلي ښايي د ننګرهار د وژنو پېښه د هلمند د دوه پوليس سرتېرو د وژنې سره تړاؤ لري کوم چې امريکايي سرتېرو په عملياتو کې وژلي وو، امریکا په دغه پېښه بخښنه غوښتې وه.

د شنبې د ورځې پېښه وروستو له هغې رامنځته شوې چې په هلمند کې يوه بله پېښه رامنځته شوې چرته چې امريکايي پوځ پخلی کړی د شپې په مهال د طالبانو ضد ګډو عملياتو کې افغان امنيتي سرتيري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د ځايي رسنيو ترمخه د جمعې په ورځ ناوخته نادعلي ولسوالۍ کې په هوايي بريدونو لږ ترلږه اته افغان سرتيري وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو. ځينې راپورونو د وژل شوو شمېره ۲۰ ښودلې وه.

کابل کې امريکايي پوځ وېلي د افغان ملي اردو او امنیتي ځواکونو سره په ګډه ترسره شوؤ عملياتو پلټنې کوي ، په کومو کې چې افغان سرحدي پوليس وژل شوي دي.

امریکايي پوځ د وژل شوؤ افغان سرتېرو د کورنو سره خواخواږي کړې ده.

د افغان تر ټولو غټ ولايت هلمند زياته برخه د طالبانو په لاس کې ده.

د امریکا ۳۰۰ مېرين عسکر د اپرېل په مياشت کې هلمند ته لېږل شوي چې د طالبانو ضد عملياتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

وسله والو د افغانستان ځينې برخو ته خپل کنټرول غځولی افغان سرتيري يې وژلي، د کله نه يې چې د اپرېل په مياشت کې د پسرلني عملياتو پېل کړی دی.

د جنګ سره مخ هېواد پلازمينې کابل کې په وروستیو کې ځانمرګو بريدونو په غټه کچه ملکي وګړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG