لاس رسیدونکی لینک

پاکستان: په سوشل ميډيا د مذهب سپکاوي تورن ته د مرګ سزا اورول شوې


د مرګ سزا د بهاولپور د عدالت قاض شبيراحمد ۳۰ کلن تيمور رضا ته اورولې ده.

د پاکستان پنجاب صوبې په بهاولپور ښار کې د ترهګرۍ د قضيو اورېدنو يو عدالت د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو د مذهب سپکاوي کوونکي تن ته د مرګ سزا اورلې ده.

د مرګ سزا د بهاولپور د عدالت قاض شبيراحمد ۳۰ کلن تيمور رضا ته اورولې ده.

د استعاثې وکيل محمد شفيق قرېشي وي او ای ته ويلي تيمور رضا په فېس بک او وټس اېپ باندې د پېغمبر محمد (ص) او د صحابه ؤ په ضد مواد خپاره کړي او عدالت هغه په دغو موادو قصوروار ګرځولی دی. رضا د فېصلې په ضد د اپيل حق لري.

د قرېشي په وېنا رضا په فېس بک ۳۵۰۰ ملګري لري.

د دفاع وکيل سره په خپل موکل د لګېدلو تورونو د خبرو دپاره تماس نه دی شوی.

د ترهګرۍ ضد مبارزه کوونکي ځواک رضا تېر کال نيولی او د پوليس ريکارډ ترمخه هغه اعتراف کړی چې د شيعه وسله والې ډلې سپاه محمد دپاره کار کوي.

دغه سازمان په پاکستان کې د غټې سُني وسله والې ډلې سياله ده، د کومو ترمنځ چې د کلونو راهسې په فرقه ييزو نښتو کې په زرګونو خلک وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو په ملک کې د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو د سپکاوي موادو خپرونکو په ضد عمليات پېل کړي دي.

په وروستيو اوونيو کې په پاکستان کې د ټولنيزو اړيکو په درځنونو فعالان نيول شوي پوښتنې ترې شوي او د بشري حقونو ساتونکو په دغه عمل نيوکې هم کړي دي.

مخالفه ډلې تور لګوي چې د مذهب په نوم د خلکو نيول سياسي مخالفين خاموشه کول دي څوک چې د ملک د طاقتوره پوځي ادارې احتساب غواړي کومه اداره چې په سياسي چارو کې لاسوهنه کوي.

پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي.

پاکستان کې د پېغمبر اسلام (ص) د سپکاوي سزا مرګ دی.

روانه اوونۍ د ملک سترې محکمې يو تن بري کړی چاته چې لانديني عدالت د قران د سپکاوي په تور د عمر بند سزا اورولې وه.

محکمې په اورېدنه کې وېلي ښکاري چې لاندې عدالت دغه تن ته په سزا اورولو کې سوتره اورېدنه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG