لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبرتانېې وزیراعظمې دبل ګوند په مرسته دحکومت جوړولو اعلان کړی دي


کنزرویټو ګوند ټولټاکنو کې تر ټولو زیاتې ۳۱۸ چوکۍ ګټلي چې تیر پارلیمان کې یې د چوکیو شمیره ۳۳۰وه.
کنزرویټو ګوند ټولټاکنو کې تر ټولو زیاتې ۳۱۸ چوکۍ ګټلي چې تیر پارلیمان کې یې د چوکیو شمیره ۳۳۰وه.

دبرتانیې وزیراعظمې ټریزامی اعلان کړی چې هغه په ټولټاکنو کې د واضحه اکثریت نه ترلاسه کولو باوجود هم د ډي یو پي ګوند په ملاتړ خپل نوي حکومت جوړوي.

هغې دغه اعلان د جمعې په ورځ د برتانیې د ملکې الزبت سره په بکنګهم کې له لیدنې وروستو یوه خبري غونډه کې کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ برتانیه کې شوؤ ټولټاکنو کې واکمن ګوند کنزویټوز د هیلو برعکس نه دی توانیدلی چې پارلیمان کې خپل اکثریت پرځایې وساتي.

د برتانیه پارلیمان ۶۵۰ چوکۍ لري خو په اوسنو ټولټاکنو کې یو ګوند هم دومره ډیرې چوکۍ نه دي ګټلي چې په یوازې ځان نوی حکومت جوړ کړي.

۳۲۶ چوکۍ چې په برتانیه کې کوم ګوند وګټي هغه کولی شي په دغه اکثریت خپل حکومت جوړ کړي.

کنزرویټو ګوند په دغو ټولټاکنو کې تر ټولو زیاتې ۳۱۸ چوکۍ ګټلي چې تیر پارلیمان کې یې د چوکیو شمیره ۳۳۰وه.

ټریزامی ویلي دي چې دهغې ګوند زیاتې چوکۍ ګټلي اؤ دحکومت جوړولو صلاحیت لري.

هغې ویلي حکومت به یې د هیواد څخه بې باوري له مینځه وړي اؤ برتانیې د خوندي کولو دپاره به کار کوي.

نوموړې واضحه کړه چې د ملګرو اؤ ملاتړو سره به په دیموکراتیک وحدت پلوي ګوند کې یو ځایې شي .

هغې دا هم ویلي چې د اروپایي اتحادیې څخه د برتانیې د وتلو په اړوند مهمې خبرې اترې به لس ورځې وروستو پخپل ټاکلي وخت پیل شي.

بل لوري ته د ډي یو پي ګوند مشر ارلین فوسټر هم ویلي چې د کنزر ویټیوز سره یې په خبرو صلاح راغلې ده اؤ په موجوده وضعیت کې به د برتانیې د ثبات پرځایې ساتلو دپاره لارې لټولی شي.

تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې ډي یو پي ګوند به د ټزیزامی د حکومت څه رقم مرسته کوي اؤ ددغه مرستې په بدل کې به له حکومته څه غواړي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG