لاس رسیدونکی لینک

د ترهګرۍ مخنيوي دپاره سندهـ صوبې امنيتي بجټ سېوا کړی


په تېرو کلونو کې په کراچۍ کې د ترهګرۍ يو شمېر پېښې رامنځته شوي دي.

د تُندروۍ د مخنيوي او ترهګرۍ د چقولو دپاره د پاکستان مهمې سندهـ صوبې ويلي، ۱۰زره نوي پوليس ګماري، د څارنې دپاره په غټه کچه کېمرې لګوي او د پاکستان چين اقتصادی راهدارۍ دپاره انتظامات سېوا کوي.

خو څيړونکي وايي د ترهګرۍ او جرمونو د بېخه ويستو دپاره د صوبې امنيتي بجټ سېوا کول او په خصوصي توګه د کراچۍ ابادي چې دوه کروړه ۲۷ لاکه ښودل کيږي د ستونزې حل نه دی.

د يوې غېر سرکاري ډلې سټي لائزن کمېټۍ غړی جميل يوسف وايي د منصوبو نه ښه مشرتابه ته اړتيا لري، د قانون په ځای کولو کې بدلون راوستل ضروري دي، په کراچۍ او صوبه کې د وران کارو او ترهګرۍ د مخنيوي دپاره په غټه کچه مالي وسائل، نوي الات، په سائنسي بنيادونو د پلټنو طريقې او ښه استخباراتو ضرورت دی.

په کراچۍ کې ځينې علاقې داسې دي چرته چې وران کارو او وسله والو ډلو ځالې جوړې کړي او پوليس دغو علاقو ته د تلو څخه ډډه کوي. دلته تُندلارې او وسله والې ډلې هم پاتې شوي دي.

د صوبې وزیراعلٰی د بجټ په وېنا کې ويلي د ترهګرۍ ضد جنګ ګټلو دپاره د قانون پلي کوونکو ادارې د نوؤ روزني الاتو د لارې پياوړي کوي.

د صوبې د مرکز کراچۍ په ګډون نورو ښارونو کې د څار دپاره کېمرو لګولو اراده لري او د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ دپاره درې زره امنيتي پوستونه جوړول غواړي.

په تېرو کلونو کې په کراچۍ کې د ترهګرۍ يو شمېر پېښې رامنځته شوي دي.

په دغو کې په کال ۲۰۱۴م کې د کراچۍ په نړیواله هوايي اډه بريد چې پکې د لسو وسله والو سره ۳۶ تنه وژل شوي، په ۲۰۱۵م کال کې ۴۶ اسماعيلي شيعه په يو ځای په ډزو وژل شوي او داعش د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه، امنيتي ادارو په وروستیو کې په ښار کې د داعش پينځه وسله وال هم نيولي دي.

له دې نه علاوه په ښار کې امنیتي تاسيسات په هدف شوي او د شيعه سني مشرانو سره سياسي او عام خلک هم وژل شوي دي.

امنيتي پوهان وايي په کراچۍ کې د نړۍ تر ټولو کم پوليس په ډيوټۍ دي او دلته د ۹۵۰ تنانو دپاره يو پوليس دی، پکار ده چې د ۲۷۵ تنانو په سر يو پوليس افسر په ځای وي.

سندهـ صوبې د کال ۱۸-۲۰۱۷ م مالي کال په بجټ کې د امنيت دپاره ۸۹۳ملينه ډالره اېښودي دي.

څيړونکي وايي د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره وړانديزونه د ستائنې وړ دي ولې حکومت له به نورې برخې هم په نظر کې ساتل وي، چې پکې د سياسي نظام ښه کول او لوړ پوړي دولتي چارواکي د دې جوګه جوړول چې ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG