لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ منځګړتوب ته چمتووالی ښودلی


د چین اؤ افغانستان مشران غونډه کوي
د چین اؤ افغانستان مشران غونډه کوي

دپاکستان اؤ افغانستان د اړیکو په چټکتیا سره دخرابیدو وروستو چین چمتو والی ښودلی چې د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ دریم ګړتوب ته وروړاندې شي.
افغان اولسمشر وایي اوس هم د طالبانو اؤ پاکستان سره سولې ته تیار دی خو په دې لړ کې به ټولو خواؤ ته بشپړ اخلاص ښودل وي.
په افغانستان کې د وروستیو پرله پسې بمي چاودنو وروستو دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې سختې تاوژنې شوي اؤ افغان حکومت تور لګوي چې هیواد کې یې ورانکاري دپاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته طالبان کوي .
خو اسلام اباد د کابل دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان باید خپلې ناکامۍ پخپله درک کړي.
د افغانستان اولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د زیارت په ورځ دقزاقستان پلازمینه کې د چین صدر شي ‌جین پینګ سره د شانګهای د همکاریو سازمان دسرمشریزې غونډې په څنډه کې لیدلي.
دافغانستان د صدارتي ماڼۍ لخوا په یو بیان کې ویل شوي په دغه لیدنه کې د چین صدر خپل افغان سیال ډاکټر اشرف غني ته ویلي هېواد یې د افغانستان د دولت په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کوي او تیار دی چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته راجوړه کړي.
چین افغانستان د پاره کومې پروژې لري ؟
لیدنه کې دچین صدر د”یو کمربند یوې لارې“ طرحې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته په اشارې وویل چین لېواله دی چې داور ګاډي دپاټلۍ، د بندونو جوړولو او د برېښنا پروژو د تطبیق، سړکونو او مسکن او همداراز د چین بازاراونو ته د ځانګړو افغاني توکو صادرولو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکې لا پراخه شي.
اولسمشر اشرف غني د اور ګاډي د پاټلو جوړول چې د افغانستان له لارې د سیمې هیوادونه په ځانګړي توګه چین له ایران او د چین اقتصادي درشل له منځنۍ اسیا ــ د اسیا لویدیځ سره نښلوي، دتجارتي اړیکو پیاوړتیا لپاره ګټور وباله.
د تروریزم په هکله د اشرف غني نظر
افغان اولسمشر په سیمه کې د تروریزم خطر ته په اشارې وویل دا پدیده د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو لپاره جدي او ګډ ګواښ دی او اړتیا ده چې د ټولو تروریستي ډلو پر ضد له ښه او بد دتوپیر پرته ګډه او جدي مبارزه وشي.
ښاغلي غني څرګنده کړ” اوس شل بین المللي تروریستي ډلو افغانستان هدف ګرځولی چې د هغوی اصلي موخې د چین ولسي جمهوریت په ګډون د سیمې هېوادونو پر ضد د تروریستي بریدونو ترسره کول دي”
خو هغه ددغو تروریستي ډلو نومونه وانه خستل.
نوموړي وویل دا مهال د افغانستان او چین په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په مقابل کې د تروریزم ګډ تهدید او خطر نوې بڼه اختیار کړې ده
افغان اولسمشر ټینګار وکړو چې له دې امله لازمه ده باید د سیمې هېوادونه د یوې واحدې ستراتیژۍ له مخې د دې شومې پدیدې د مهار او نابودۍ په برخه کې عاجل او عملي اقدامات وکړي.
طالبانو اؤ پاکستان سره سوله
اشرف غني د سولې په اړه څرګنده کړه” لکه څنګه چې موږ پخوا د سولې د تامین لپاره واضح اراده لرله اوس هم طالبانو سره پخلاینې او پاکستان سره سولې ته تیار یو او دا موضوع د کابل پروسې کنفرانس کې هم مطرح شوه، خو په دې برخه کې ټینګ تعهد او د سیمې همکاري لازمه ده”
د چین جمهور رئیس وویل، افغانستان نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او توافق وشو چې د تروریزم د نابودۍ اودهغې سره د مبارزې په موخه باید سیمه ییزه او بین امللي همغږي او همکاري رامنځته شي.
لاسلیک شوي تړونونه
د دواړو هېوادونو د مشرانو له کتنې وروسته د شېرخان بندر- هرات د اورګاډي کرښې جوړولو او د کابل – کونړ حوزه کې د برېښنا پروژې د تطبیق برخو کې د همکارۍ دوه تفاهم لیکونه په چین کې د افغانستان د سفیر جانان موسی زي او د پل کمپنۍ او چین شرکت د مرستیال پنګ شیاوجون تر منځ لاس لیک شول.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG