لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلیمان کې د خليجي هېوادونو کړکیچ په سر قرارداد وړاندې شوی


د قطر او خليج هېوادونو ترمنځ جنجال په اړه وړاندې شوي قرارداد کې ويل شوي اسلامي ملکونه دې د دې په هواري کې خپل کردار ادا کړي.
د قطر او خليج هېوادونو ترمنځ جنجال په اړه وړاندې شوي قرارداد کې ويل شوي اسلامي ملکونه دې د دې په هواري کې خپل کردار ادا کړي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ د قطر او عرب اسلامي هېوادونو ترمنځ د جنجال رامنځته کېدو په ترڅ کې يو قرارداد منظور شوی چې پکې په دغه اړوند د زغم نه د کار اخستو، د شخړې د خبرو د لارې د هوارۍ او د مسلمان هېوادونو د يو والي ويل شوي دي.

اېوان د ايران په پارلیمان او د ايت الله خميني په مزار د برید په ضد د غندنې قرارداد هم منظور کړی دی.

د پاکستان وزيراعظم نوازشریف هم د قطر او خليجي هېوادونو ترمنځ د جنجال هواري لپاره د منځګړتوب د کردار ادا کولو وړانديز کړی او ويلي يې دي پاکستان د ټولو خليجي هېوادونو سره ښې اړيکې دي او دغه شخړه د خبرو د لارې هوارول غواړي.

د قطر او خليج هېوادونو ترمنځ جنجال په اړه وړاندې شوي قرارداد کې ويل شوي اسلامي ملکونه دې د دې په هواري کې خپل کردار ادا کړي.

په پارليمان د پاکستان تحريک انصاف ګوند شيري مزاري ويلي پاکستان دې د سعودي عرب په مشرۍ جوړ پوځي اتحاد نه بهر شي.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ چې د خليجي هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اړوند قرارداد په اسمبلۍ کې وړاندې کړی، ويلي پاکستان له په دې کې د مينځګړي رول ادا کول پکار دي، ځکه چې نن په قطر په رياستي توګه د ترهګرۍ د ملاتړ تور لګېدلی سبا په پاکستان هم دغه تور لګېدی شي.

شېر پاؤ په دغه تړاؤ د قامي امنيت د کمېټۍ دغونډې رابللو غوښتنه وکړه او وروستو سپيکر ایازصادق د روانې میاشتې په ۱۵م نېټه د کمېټۍ د غونډې رابللو ووېل.

د پاکستان پيپلزپارټۍ پارليماني مشرنويدقمر ويلي د هر هېواد په پارليمان برید به د پاکستان په پارليمان بريد ګڼلی شي. نوموړي ويلي چې داعش ايران ته رارسېدلې پاکستان دې هم ځان خوندي نه ګڼي.

هم نن د پاکستان د بهرنو چارو وياند نفیس ذکريا د افغانستان صدر ډاکټر اشرف غني د تازه بیانونو وروستو ويلي ، "دواړه هېوادونه د ګډو ګټو دپاره نزدې اړيکو ته ضرورت لري او د ګډ دښمن څخه دې ځان خبرداره وساتي".

تېره اوونۍ کابل کې د شوي ترهګر بريد تور افغان استخباراتي ادارې په پاکستان لګولی ؤ چې حقاني شبکه او نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کې موجودې دي.

خو پاکستان تورونه ردوي او د چهارشنبې په ورځ پوځ يو بيان کې ويلي افغانستان دې په پاکستان د تورونو په ځای دې خپلې کورنۍ معاملې سمې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG