لاس رسیدونکی لینک

پاکستان وایي افغانستان سره یې اړیکې هند خرابې کړې دي


پاکستان ویلي هند په چټکیتا سره لګیا دی د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې خرابوي اؤ غواړي ددغه وضعیت څخه خپلې ګټې پورته کړي خو له ناکامۍ پرته به څه نه ویني.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرولو په مهال د پاکستان د بهرنو جارو د دفتر ویاند نفیس ذکریا وویل د افغان اولسمشر اشرف غني له لوري په پاکستان لګیدونکو تورونو کې هیڅ حقیقت نه شته بلکې دا دهند لمسه ده چې افغانستان یې دغسې کولو ته اړ کړی دی.

هغه وویل پاکستان افغانستان کې د سولې اؤ امن غرضي دی اؤ غواړي چې سیمې څخه د ترهګرۍ نوغی اوځي خو د ترهګرو د مخنیوي دپاره د افغانستان اؤ پآکستان په ګډه پوله د څارنې نظام ډیر اړین دی.

په دغه موقعه د یوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنو چارو ددفتر ویاند.د ګاونډي خلیجي هیوادونو سره د قطر د اړیکو په خرابیدو هم افسوس ښکاره کړو اؤ وئ ویل پاکستان د مسلمان امت په یووالي باور لري .

هغه پاکستان ته د قطري هئیت د راتلو څخه بې خبري وښودله خو وئ ویل هڅې روانې دي چې د موجوده وضعیت ښه هواری را اوځي.
ویاند یوځل بیا په هند تور ولګولو چې د افغانستان ځمکه دپاکستان په ضد کاروي اؤ دخپل دوه مخي رول څخه افغانستان کې ګټې اخستل غواړي خو هغه وویل چې د هند په برخه به یوازې مایوسي رسیږي.

د تیرې یوې لسیزې راهسې چې افغان چارواکي پاکستان خپل هیواد کې په مداخله تورنوي پاکستان هغې ته د هند د سازشونو نوم ورکوي خو افغان چارواکي وایي چې نور دپآکستان په دوه مخې پالیسۍ نه تیر اوځي.

کابل په اسلام اباد د تیرې یوې لسیزې راهسې پرله پسې د طالبانو د ملاتړ اؤ افغانستان کې د لاس وهنې تورونه لګوي اؤ وایي چې پاکستان په مونږ نا اعلانه جګړه ملسط کړې ده خو پاکستان ددغو تورونو نفي کوي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلی ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په دې نظر دی چې د پاکستان لخوا داسې ګڼل چې ګنې هند لګیا دی افغانستان تیرباسي دا په افغانستان پسې ښکاره خندا ده

هغه وایي افغانستان یو خپلواکه هیواد دی اؤ حق لري چې خپلو ملي ګټو ته په کتلو سره د نړۍ د هیوادونو سره خپلې اړیکې په مخکې بوځي

XS
SM
MD
LG