لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وایي بلوچستان کې یې دداعش مخه نیولې اؤ ۱۲ ترهګر یې وژلي


پوځ دغه عملیات د کوئټې څخه د دوؤ چینایي وګړو له تښتول کیدو وروستو د روانې میاشتې په لمړۍ نیټه پیل کړي
پوځ دغه عملیات د کوئټې څخه د دوؤ چینایي وګړو له تښتول کیدو وروستو د روانې میاشتې په لمړۍ نیټه پیل کړي

دپاکستان پوځ دعوه کړې ده چې په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې یې دخپلسره اسلامي دولت یا داعش د مرکز قائمیدو نه مخکې هغه تباه کړی کړی اؤ ددوؤ ځان وژونکو په ګډون یې ۱۲ جنګیالي وژلي دي.
پوځ وایي دغه ترهګر یې دبلوچستان په مستونګ سیمه کې وژلي دي چې داعش سره تماسونه لرل اؤ دغه ترهګر تنظیم ته یې بلوچستان کې دخپلو پښو په مضبوطولو کې کمک ورکولو..

پوځ دغه عملیات د کوئټې څخه د دوؤ چینایي وګړو له تښتول کیدو وروستو د روانې میاشتې په لمړۍ نیټه پیل کړي اؤ وایي ترهګرو سره نښته کې د دوؤ پوځي افسرانو په ګډون لږ تر لږه پینځه عسکر ژوبل شوي هم دي.

تراوسه دغه تښتول شوي چینایي وګړي د تښتونکو د منګولو څخه راخوشی کړل شوي نه دي خو سرچینې وایي چې د عملیاتو په مهال پوځ ته هاغه ګاډی په لاس ورغلی چې دغه چینیان پکې تښتول شوي وؤ..

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دپاکستان پوځ خپل یو بیان کې ویلي دمستونګ fi کوه مروان، کوه سیاه اؤ اسپلنئ سیمو کې د ۱۰ نه نیولې تر د ۱۵ؤ ترهګرو تنظیمونو دجنګیالو د موجودیت راپورونه پوځ په لاس کې لرل چې د هغې په اساس یې دغه عملیات پیل کړي وؤ.

پوځ پخپل بیان کې دا هم ویلي چې ددغو ترهګرو چې تعلق بلوچستان لبریشن ارمي اؤ لښکرجهنګوي سره ؤ هغوئ دداعش سره ټیلي فوني تماسونه هم لرل..

پوځ دعوه کړې چې دپاکستان دسینیټ په مرستیال چئیرمین عبدالغور حیدري د شوې برید دپاره ترهګر هم ددغه ترهګریزې ځالې څخه ورلیږل شوی وؤ.

پخپل دغه بیان کې پوځ د ترهګرو د غارونو څخه د وسلو اؤ باردو د ذخیرو ترلاسه کولو دعوه هم کړې ده اؤ وایي چې په دغو وسلو اؤ بارودو کې خودکش جیکټونه هم وؤ.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال جاوید قمر باجوه په دغو عملیاتو کورکمانډر، داستخباراتي اؤ امنیتي ادارو مشرانو ته مبارکي ویلې اؤ دا یې یوه ستره کامیابي بللې ده..
بلوچستان دپاکستان د رقبې اؤ پسماندګۍ په لحاظ تر ټولو لویه صوبه ده اؤ دا مهال په دغه صوبه کې ګڼ شمیر وسله وال تنظیمونه د حکومت یاغی توب ته راولاړ شوي دي.

دغه تنظیمونه تور لګوي چې دپاکستان حکومت د بلوچستان د خلکو بشري ، ائیني اؤ جمهوري ازادۍ تروړلي اؤ ددې صوبې په وسائیلو پنجاب خیټه اچولې ده.

وخت په وخت په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ تنصیباتو بریدونه هم کیږي.

دپاکستان حکومت بلوچستان کې د روان کړکیچ ترشا د خپلو ګاونډي هیوادونو هند اؤ افغانستان لاس ګڼي اؤ وایي دوئ دغلته ناقراری پیدا کړی خو کابل بیا تور لګوي چې د طالبانو دتحریک ټول مشران د کوئټې د شورا تر نامه په بلوچستان کې ناست دي.

په تیرو وختونو کې هم د طالبانو د مشر ملا عمر دمړینې خبر د بلوچستان څخه خپور شوی ؤ اؤ د هغه نه وروستو چې اختر محمد منصور د طالبانو نوی مشر وټاکل شو نو هغه هم په بلوچستان کې په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG