لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران د تهران د بريدونو تور په سعودي عرب لګولی


په مزارباندې برید د پارليمان د بريد نه نيم ساعت وروستو شوی دی.
په مزارباندې برید د پارليمان د بريد نه نيم ساعت وروستو شوی دی.

د ايران پاسداران انقلاب تور لګولی چې د چهارشنبې په ورځ تهران کې د ترهګرو بريدو په شا سعودي عرب لاس لري.

پاسداران انقلاب په يو بیان کې ويلي، "دا ترهګر بريدونه يوه اوونۍ وروستو له هغې شوي چې د امریکې صدر د سعودي دمشرانو سره ليدلي څوک چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، حقيقت دا دی چې داعش د برید زمه واري قبوله کړې او ثابته کړې يې ده چې په دې وحشي بريد کې ککړه وه".

د تهران د پوليس مشر حسېن سجيدينيا ویلي د بريدونو په تور کې مشکوک پينځه کسان نيول شوي دي، د ايران په پارليمان او ايت الله خمېني په مزار شوو بريدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل شوي وو.

داعش په سمدستي ډول د برید زمه واري قبوله کړې ده. دا وړومبی ځل دی چې د سني مسلمانانو ډله په شیعه اکثريتي ملک کې د بریدونو زمه واري مني.

د امریکا صدر ډونلډټرمپ د چهارشنبې په ورځ يو بيان کې دغه بريدونو ته په غبرګون کې د امریکا لخوا د بې ګناه خلکو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده. هغه دا خبرداری هم ورکړی چې ترهګرۍ ته وده ورکوونکی په خپله د دغه خطر سره مخ شو.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت ويلي ناوړه ترهګري په نړۍ کې ځای نه لري.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا بريدونو ته وحشي ويلي او په سختو ټکو کيې غندنه کړې ده.

امنیتي شورا ويلي ترهګري چې په هر صورت کې ده نړيوالې سولې او امنيت ته ګواښ دی، شورا ويلي ترهګري کوونکي به د قانون منګولو ته راوستی شي.

بريد کې ککړ شپږ بريد کوونکي د ايران پوليسو وژلي دي.

بريد د ماسپخين نه وروستو پېل شوی چې څو سړي د ښځو په جامو کې پارليمان ته ننوتل او ساتونکی يې ووژلو، يو بریدګر ځان ته چاؤدنه هم ورکړې ده او درې نور د پوليس په ډزو کې وژل شوي دي.

د پارليمان سپيکر علي لاريجاني بريد ته وړه پېښه وېلې چې ګڼو ترهګرو جوړه کړې وه هغه ويلي د زمه وارو په ضد به کلک ګامونه پورته کولی شي.

په مزارباندې برید د پارليمان د بريد نه نيم ساعت وروستو شوی دی.

ملګرو ملتونو د برید غندنه کړې ده.

د داعش تُندلاري د ايران ملاتړ لرونکي شام کې په جګړه بوخت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG