لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين په پاکستان کې پوځي اډه جوړولی شي، امریکا


چين د اضافي پوځي اډولو جوړولو په لټه کې دی په هغو ملکونو کې چې د اوږدې مودې نه ورسره دوستانه اړيکې او سټراټيجيکي ګټې لرې لکه پاکستان.
چين د اضافي پوځي اډولو جوړولو په لټه کې دی په هغو ملکونو کې چې د اوږدې مودې نه ورسره دوستانه اړيکې او سټراټيجيکي ګټې لرې لکه پاکستان.

د امريکې د دفاع محکمې د نهې يا سه شنبې په ورځ خپور کړي يو راپور کې ويلي ممکنه ده چين په راتلونکي وخت کې پاکستان کې پوځي اډه جوړه کړي.

رويټرز خبري ادارې د پېنټاګون د يو خبر په اړوند ویلي چې پکې وړاندوېنه شوې چين به په افريقايي ملک جبوتي کې د پوځي اډې جوړولو وروستو په نورو بهرنو ملکونو کې پوځي اډې جوړې کړي.

دا وړاندوېنه کانګرس ته د ۹۷ صفحو په کاليز راپور کې شوې او پکې وېل شوي د ۲۰۱۶م کال په اوږدو کې د چین پوځ پرمختګ کړی او د پېنټاګون د اټکل له مخې قوي دفاع يې پرې د ۱۸۰ بلينه ډالره پورې لګښت کوي.

د لګښت دا شمېره د چين د دولتي دفاعي بجټ نه سېوا ده کومه چې ۱۴۰ ملينه ډالره ده.

امریکايي راپور د چينايي مشرانو له قوله وايي داسې ژمنه ښکاري چې په دفاعي لګښت کې زياتوالی په نزدې راتلونکې کې تر دې چې اقتصادي وده کمه کړي.

راپور کې بيا دغه د چين لخوا په جبوتي کې د خپلې اولنۍ سمندري پوځي اډې جوړولو حواله ورکړی شوې کومه چې د وړاندې نه د امریکا مرکزي پوځي اډه ده او جنوب کې د بحراحمر او سويز کانال ته د ننوتو په سټراټيجيکي دروازه موقعيت لري.

راپور کې وېل شوي" د چين د اضافي پوځي اډولو جوړولو په لټه کې دی په هغو ملکونو کې چې د اوږدې مودې نه ورسره دوستانه اړيکې او سټراټيجيکي ګټې لرې لکه پاکستان".

د هند سمندرګي په جنوب لويديځ کې د جبوتي موقعيت د هند دپاره اندېښمن دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG