لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني: نه پوهیږو چې پاکستان له موږ څه غواړي


افغان صدر د غونډې ګډونوالو ته وویل، ‌له هغې ورځې راهیسې چې ‌واک ته رسیدلی، پاکستان ته یې په سختو او حساسو حالاتو کې د دوستۍ لاس اوږد کړ خو د هغوی له لورې رد شو.
افغان صدر د غونډې ګډونوالو ته وویل، ‌له هغې ورځې راهیسې چې ‌واک ته رسیدلی، پاکستان ته یې په سختو او حساسو حالاتو کې د دوستۍ لاس اوږد کړ خو د هغوی له لورې رد شو.

د افغانستان صدر محمد اشرف غني د 'کابل پروسې' د سولې او امنیت غونډې ته په وینا کې، د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې د مذاکرې لپاره ‌خپله ايجنډا او میکانیزم افغان حکومت ته وړاندې کړي، چې په مرسته یې سیمه سولې او ثبات ته ورسیږي.

د دغه غونډې لپاره په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د غونډې د ځای ته ټولې غځیدلې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي. خو د دغو سختو امنیتي تدابیرو سره سره نن له غرمې مخکې یولس نیمې بجې د کابل ښار پر مرکزي برخې یو توغندی ولګید.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر احمد مجاهد وي او ای ته ويلی دا توغندی د نهمې امنیتي حوزې مربوط د شش درک په سیمه کې د ټینیس د لوبې پر یو میدان لګیدلی، چې چا ته یې د سر زیان نه دی اړولی.

دې غونډې ته د صدر اشرف غني وینا هم تر ډیره پر امنیتي ننګونو رانغښتې وه. او ښاغلي غني وویل چې کابلیان په داسې حال کې نن د دې غونډې کوربانه دي، چې هغويې د تیرو ورځو د خونړیو پیښو د غم په ماتم ناست دي.

هغه زیاته کړه، چې د چهار شنبې ورځې په برید کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.

نوموړي غني وویل، افغانان تر بل هر چا سولې ته اړتیا لري، ځکه چې پر وینا یې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ۷۵۰۰۰ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده .

افغان صدر د غونډې ګډونوالو ته وویل، ‌له هغې ورځې راهیسې چې ‌واک ته رسیدلی، پاکستان ته یې په سختو او حساسو حالاتو کې د دوستۍ لاس اوږد کړ خو د هغوی له لورې رد شو.

ښاغلي غني وویل، د جګړې او ترهګرۍ د ختمولو لپاره یې، په تیرو دوه نیمو کلونو کې له پاکستان سره په مختلفو پړاونو کې دوه اړخیزې او څو اړخیزې خبرې پیل کړې، خو نتیجه یې ورنکړه.

هغه وویل "موږ له پاکستان سره سوله غواړو، موږ غواړو چې پر پاکستان باور وشو کولی، موږ غواړو داسې یوه اړیکه ولرو چې د دواړو هیوادونو د ودې او په دواړو خواو کې د غريبۍ د کچې د ټیټیدو لامل شي، خو ستونزه داده چې موږ نه پوهیږو پاکستان څه غواړي، بالاخره هغه څه دي، چې پاکستان قناعت پیدا کړي، چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه هم دی او د سیمې په ګټه هم دی."

د افغانستان صدر د سولې د خبرو په برخه کې د وروستي موقعې په توګه د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې برنامې له افغان لورې سره شریکې کړي.

د افغانستان صدر دغه راز وویل، سره له دې چې د هیوادونو تر منځ د همکاریو کچې سمون موندلی، خو لا هم د ترهرګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازمه تګلاره او چوکاټ رامنځ ته شوی نه دی.

"تر هغې چې موږ د تروریزم د ستونزې د له منځه وړلو لپاره یو مشخص چوکاټ جوړ نه کړو، د وړو ډلو په نښه کول به ګټه ونکړي. نړیوالې ټولنې ژمنه کړې، چې له تروریزم څخه د هیوادونو ملاتړ او د هغوی تمویل کول به و نه زغمي او موږ له نړیوالو غواړو، هغه ژمنې چې یې کړي، عملي کړي ترڅو تاوتریخوالی او تروریزم پا ته ورسیږي."

هغه د افغانستان جغرافیا‌یي موقعیت ته په اشارې وویل، چې نړیوال ترهګر د دغه هېواد له پیچلې جغرافیايي جوړخت څخه په استفادې، دلته فعالیت کوي.

نظام کې سیاسي لانجې او له طالبانو سره سوله

د افغانستان صدر وويل، چې حکومت یې له غبن سره د مبارزې او کمزورې رهبرۍ په برخو کې له ستونزې سره مخ دی.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغانستان دغه راز، د سیاسي کړیو او حکومت تر منځ اختلافاتو سره لاس او ګریوان دی، خو له دغو ستونزو سره سره حکومت یې د اصلاحاتو راوستلو او د وضعیت سمولو ته ژمن دی.

ولسمشر غني دغه راز ټینګار وکړ، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅو ته دوام ورکوي خو ویې ویل، چې دا فُرصت به د تل لپاره نه وي.

افغان حکومت په داسې حال کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو پر هڅو ټینګار کوي، چې دغې ډلې په وار وار د سولې خبرو ته له حاضریدو ډډه کړې، خو ښاغلي غني وویل، د افغانانو هدف بریا نه بلکې سوله ده او په داسې شرایطو کې چې طالبان سولې ته تیار نه دي، سوله نشي کیدلی.

هغه وویل "سوله یواځې د سولې د تړون لاسلیکول نه دي. باید یوه دوامداره سوله تامین شي چې د عدالت وړاندې کول او کار ایجادول یې اړین شرطونه دي. سوله باید د یو ملي بحث له لارې تامین شي او موږ به په دې برخه کې یوه ملي برنامه جوړه کړو، د سولې د خبرو ځای باید د یوې دوه اړخیزې موافقتنامې له مخې وټاکل شي، که په دې برخه کې موافقه وشي، طالبانو ته به اجازه ورکړو چې دفتر پرانیزي، خو دا فرُصت به د تل لپاره هغوی ته نه وي."

صدر غني په نظام کې دننه ستونزې ومنلې خو ویې ویل، چې حکومت یې اصلاحاتو ته ژمن دی او په ځانګړې توګه په امنیتي سکتور کې په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت کې چې پر وینا یې په کې غبن شتون لري، اصلاحات راولي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړي کول په دې معنی ده، چې طالبان د جګړې په ډګر کې بریالي کیدلی نشي.

د صدر غني پر وینا حکومت یې چمتو دی چې سولې ته د لارې هوارولو په موخه مذاکره وکړي، خو زیاته یې کړه، څوک دې دا ګومان ونکړي، چې د ویرې او فشار له امله مذاکرات غواړي.

د افغانستان ولسمشر له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې په صداقت سره د افغانانو په رهبرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي او افغان حکومت ته د تروریزم، غبن او نشه‌يي توکو د مخنیوي لپاره امکانات برابر کړي.

په دې غونډه کې ګډونوال هیوادونه او نړیوالې ادارې په دوو ډلو کې، د افغانستان د سولې له بهیر څخه د سیمې او نړۍ د هیوادونو د ملاتړ پر راجلبولو، د افغان سولې د خورو ورو خبرو د همغږي کولو او له تروریزم سره د پریکنده مبارزې پر رامنځ ته کولو بحث کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس محمد کریم خلیلي د سولې په برخه کې او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امنیت په برخه کې د خبرو مشري په غاړه لري.

د غونډې د بحثونو پایلې به د نن ورځې په اوږدو کې د افغانستان د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله له خوا اعلان شي.

د دې غونډې په پرانیسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح‌الدین رباني ګډون نه وو کړی.

هغه تیره ورځ یو خبري غونډې ته په وینا کې، افغان حکومت سره د جمعیت اسلامي د ګوند همکاري د دریو شرطونو عملي کیدو پورې تړلې وبلله او ویې ویل، چې په دې کنفرانس کې به د هغه د ګډون او نه ګډون کولو په اړه د اسلامي جمعیت ګوند موقته رهبري شورا پریکړه وکړي.

(خبر د وي او ای اشنا څخه اخستل شوی).

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG