لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ ۲۵ هیوادونه نن کابل کې په سوله اؤ پرمختیا خبرې کوي


افغانستان سره د سخت تاؤ تریخوالي باوجود پاکستان دکابل د پروسې په نوم جوړیدونکې دغه غونډه کې برخه اخلي.
افغانستان سره د سخت تاؤ تریخوالي باوجود پاکستان دکابل د پروسې په نوم جوړیدونکې دغه غونډه کې برخه اخلي.

دافغانستان پلازمینه کابل کې د سولې ، ثبات اؤ اقتصادي پرمختیا دموقعو موندنې په موخه د نړۍ د۲۵ؤ هیوادونو اؤ دریوؤ نړیوالو سازمانونو غونډه نن د سه شنبې په ورځ کیږي.

افغانستان سره د سخت تاؤ تریخوالي باوجود پاکستان دکابل د پروسې په نوم جوړیدونکې دغه غونډه کې برخه اخلي.

دافغانستان حکومت وایي د کابل پروسې په نوم ددغه نړیوالې غونډې مقصد دسولې په اړه دکیدونکو سيمه ایزو اؤ نړیوالو هڅو تر مینځ همغږي پیدا کول دي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ د دوشنبې په ورځ ویلي دغه ناسته کې به د۲۵ؤ هیوادونو اؤ دریوؤ نړیوالو سازمانونو د بهرنیو جارو د وزارت مرستیال اؤ یا هم ځانګړي استازي برخه ولري.

کوم هیوادونه چې به دکابل ناسته کې ګډون کوي هغوئ کې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې اؤ ناټو استازي ، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغيزستان، روسيه، چين، هند، پاکستان، ايران، ترکيه، جاپان، سويلي کوريا، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، قطر، بريټانيا، المان، فرانسه، ناروی، سوېډن، ايټاليا، امريکا، کاناډااؤ اسټراليا شامل دی.

په پلازمینه کابل کې تیره اوونۍ پرله پسې بمي چاودنو نه وروستو د جوړیدونکې دغه نړیوالې غونډې دپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي اؤ سرچینې وايي کابل ته غځیدلې ټولې لارې د سختې څارنې لاندې دي.

د افغانستان د صدر دفتر وایي د غونډې جوړیدو څخه دمخه د دوشنبې په ورځ د ولسمشراشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه کې ددغې نړیوالې غونډې دپاره امنیتي پلانونه اؤ انتظامات په ځیرکۍ سره څیړل شوي دي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ کابل کې د یوې خونړۍ بمي چاودنې نه وروستو چې په سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې زیاتې تاوژنې شوي خو سرچینې وایي پاکستان بیا هم دغه غونډه کې خپل استازي د ګډون دپاره کابل ته لیږلي دي.

افغانستان کابل کې د شوي دغه خونړي برید تور د پاکستان په استخباراتي شبکه ایي ایس ایي لګولی اؤ ویلي یې دي چې د حقاني شبکې جنګیالو دترهګرۍ دغه پلان پاکستان کې تیار کړی ؤ.

اسلام اباد د کابل دغه تورونه رد کړي اؤ تیره ورځ د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو مشاور سرتاج عزیز امریکه غږ سره مرکه کې په کابل غږ کړی ؤ چې که دخپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو پاکستان ته دې یې ورکړي.

داسلام اباد څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چې دپاکستان استازیتوب به په دغه ناسته کې د بهرنو چارو د وزارت چارواکې میرمن تنیسم اسلم اؤ ښاغلی منصور احمد خان کوي.

د غونډې نه یوه ورځ د مخه د افغانستان د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته ویلي چې ولسمشر اشرف غني به په دغه ناسته کې دترهګرۍ په ضد اؤ دسولې دپاره د افغان حکومت څرګنده تګلار او دريځ په ډاګه کړي.

هغه ویلي افغان حکومت همېشه د ترهګرۍ خطر ته اشاره کړې، خو تر اوسه دا خطر د نړۍ او سيمې هېوادونو ته جدي نه دى ښکار شوى.

له دې وړاندې څو کرته افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان تور لګولی چې په افغانستان کې یې نااعلانه جګړه توده ساتلې ده اؤ طالبان د کابل ورانولو ته تشویقوي.

د دوشنبې په ورځ د ارګ مرستیال ویاند داود مینه پال تور لګولی ؤ چې په نزدې ورځو کې دکابل دواړه بریدونه په پاکستان کې پلان شوي وؤ چې د حقاني شبکې جنګیالو د ایي ایس ایي په مرسته کړي دي.

هغه امریکا غږ ته ویلي وؤ چې که پاکستان طالبانو سره کمک ونه کړي نو هغوي پخپل سر هیڅ نه شي کولی خو دپاکستان دریځ دی چې د حقاني شبکې جنګیالي اوس د پاکستان څخه افغانستان ته اوختي اؤ باید پخپله خاوره کې افغان حکومت دهغوئ مخه ونیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG