لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان پلار د ځوي مقدمه په مردان کې نه غواړي


مشال خان د اپرېل د میاشتې په ۱۳م نیټه پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو او ډزو ووژل شو.
مشال خان د اپرېل د میاشتې په ۱۳م نیټه پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو او ډزو ووژل شو.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور کې وژل شوي مشال خان پلار اقبال خان غوښتنه کړې چې د مردان د عدالت نه دې د هغه د ځوي مقدمه د پېښور هائيکورټ يا بل کوم عدالت ته منتقل کړی شي.

اقبال خان پېښور کې د خبري غونډې په وخت ډيوه ريډیو سره په خبرو کې ویلي په دغه مقدمه کې ککړ خلک ډېر زورور دي او د دويې کورنۍ غريبه ده ځکه دويې نه غواړي چې مقدمه دې مردان کې وشي.

په مطبوعاتي کانفرنس کې هغه ووېل په دې مقدمه کې لا ډېرې خبرې پاتې دي ځکه دويې د ځان او خپلو وکيلانو د تحفظ دپاره بل عدالت ته تلل غواړي.

نوموړي وايي "انصاف دې ورته ورکړی شي هسې نه چې د جی آئي ټي د رپورټ سره هغه عمل وشي کوم چې د مشال سره شوی ؤ او سر یې مات شي".

هغه ووېل په دغه مقدمه کې ورته تراوسه پورې چا څه نه دي ويلي چې روغه دې ورسره وشي يا بل څه خبر ه ځکه چې يو خو لا دا مقدمه روانه ده او بل په دې کې لا د روغې تصور هم نشي کېدی.

د اقبال په وېنا دا پوهنتون د یوعظيم انسان خان عبدالولي خان په نوم دی چې د عدم تشدد بابا باچاخان ځوی دی. اقبال وویل د ده ځوي (مشال) قرباني هم د دې دپاره ورکړې ده چې دا يونيورسټي پاکه پاتې شي.

د مشال خان د قتل لپاره د حکومت تحقیقاتي ډلې د اتوار يا يکشنبې په ورځ په خپل خپور کړي رپورټ کې ویلي داسې څه شواهد يي نه دي ترلاسه کړي چې ګنې مشال خان او د هغه دوه نور ملګري د مذهب په سپکاوي کې ککړ وو.

د جوائنټ انویسټیګیشن ټیم، جی ايي ټي، په نوم ١٣ کسیزې کمیټۍ په خپل رپورټ کې د یو ګرفتار تن له قوله ویلي چې د مشال خان قتل د یو منظم سازش نتیجه وه.

مشال خان د اپرېل د میاشتې په ۱۳م نیټه پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو او ډزو ووژل شو. د هغه دوه نور ملګري عبدالله او زبیر باندې هم دغه الزام لګول شوی و خو دواړه محفوظ پاتې شوي دي.

د جی آئي ټي رپورټ ځينې برخې چې د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو خپرې شوي دي خو وي او ای ډیوه ته مامورینو د دې د جزیاتو د کره والي تصدیق کړی دی.

د رپورټ ترمخه په مقدمه کې د ۶۰ ملزمانو پیژندګلو شوي او په هغو کې ۵۷ نيول شوي د مردان په جيل کې دي او پاتې درې اشتهاري ټاکل شوي او مفروران دي.

په نيول شوؤ کې اته ملزمانو اقبال جرم کړی دی.

په نيول شوؤ ملزمانو کې ۱۲ د پوهنتون کارکوونکي، د ډګرکالج نمبر ۲ مردان د اسلامياتو استاذ، ۴۳ د پوهنتون زده کوونکي او يو بهرنی تن شامل دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG