لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارګ: طالبان د آئي ایس‌آئي له همکارۍ پرته برید نه شي کولی


طالبانو په دوه جدا اعلامیو کې د کابل د چهارشنبې او شنبې د ورځو په ترهګر بریدونو کې د حقاني ډلې په شمول د طالبانو لاس لرل په کلکه رد کړي دي.
طالبانو په دوه جدا اعلامیو کې د کابل د چهارشنبې او شنبې د ورځو په ترهګر بریدونو کې د حقاني ډلې په شمول د طالبانو لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د کابل په ښار کې د چهارشنبې او شنبې د ورځو ترهګر بریدونه چې د ۱۰۰څخه زیات کسان وژل شوي او نزدې ۶۰۰ نورپه کې ژوبل شوي وو، د دواړو پلان د پاکستان په خاوره د حقاني شبکې او مولوي احمد په مدرسه کې جوړ شوی وو.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايس اف امریکا سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان د استخباراتو ادارې آئي ایس آئي د حقاني شبکې سره د چهارشنبې د برید په جوړولو کې مرسته کړې ده.

ښاغلي مینه پال وویل "هغه د دويې په خاوره کې دي چې هغوي ورسره همکاري ونه کړي طالبان هیڅ برید نه شي کولی"​.

طالبانو په دوه جدا اعلامیو کې د کابل د چهارشنبې او شنبې د ورځو په ترهګر بریدونو کې د حقاني ډلې په شمول د طالبانو لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست ویاند وایي چې افغان حکومت سره له وړاندې د چهارشنبې د ورځې د برید په اړه کره معلومات موجود وو.

ښاغلي مینه پال وویل "دا معلومات لرو چې په کوم ځاي کې طرحه شوي، طالبان ټول وخت داسې کوي چې هم بریدونه کوي او هم د دې لپاره چې په نظام کې تشویش پیدا کړي د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي، هم دغه کار کوي چې دلته بیا هغوي خپل ځان له مسولیت څخه په شا کوي، ولې ټول اسناد او ټول شواهد پر دې باندې دلالت کوي چې دا کار طالبانو کړی، د یوې پېښې عامل یې د حقاني ګروپ دی او د ایزدیار صاحب د زوي پر جنازې باندې د برید مسولین چې دي او هغه طراحان چې دي په چمن کې د قاري احمد مدرسه ده".

د پاکستان د بهرنو چارو او ملي امنیت د چارو سلاکار سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت د چارواکو دا څرګندونې بې اساسه بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرت په یو بیان کې د ښاغلي عزیز له قوله ویلي "مونږ افغانستان کې دننه او د دغه هیواد بهرد هغو بې اساسه تورونو شاهد یُو او پرې په جدي توګه اندېښمن یو، چې له چاودنې څو دقیقې وروسته او په څرګنده له څېړنو پرته پر پاکستان لګول شوي دي".

ښاغلي عزیز ویلي چې د تورونو د لګولو دا کړنه د هغو کسانو له خوا پیل شوې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات خواهش نه لري اویواځینۍ ايجنډا یې د افغانستان او پاکستان اړیکو او په دې وروستیو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د باور فضا د ښه کیدو په برخه کې شوې لاس ته راوړنوته زیان رسول دي.

د پاکستان د وزيراعظم د بهرنو چارو او ملي امنیت د چارو سلاکار، د افغان حکومت له خوا اسلام اباد ته ګوته نیول د افغان چارواکو له خوا په یو بهرني هیواد د خپلو کورنیو ګواښونو د مسولیت د اچولو هڅه ګڼل شوې.

ښاغلي عزیز ویلي، چې د پاکستان پرخلاف دغه ډول کړنې هغو ګډو هڅو ته زیان رسوي چې افغانستان ته د تلپاتې سولې او ثبات د راوستو په لاره کې ورته اړتیا ده.

(خبر د وی او ای اشنا څخه اخستل شوی).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG