تُندره ډلې داعش د خالي په شپه د برتانيې پلازمينه لندن کې د شوي ترهګر برید زمه واري منلې ده په دغه برید کې اووه تنه وژل شوي وو.
داعش د زمه وارۍ منلو اعلان د خپلې خبري ادارې اعماق په وېب پاڼه د اتوار په ورځ کړی دی.
د خالي په ورځ درې تُندلارو وېن ګاډی په لندن برج کې په خلکو خېژولی او د هغې وروستو يې په بازار او ريستوران کې په خلکو په چاکوانو ګوزارونه کړي وو.
وروستو درې واړه بريدګر پوليسو وژلي وو.
د برطانيې د کورنو چارو وزير د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي د پوليس خیال دی چې درې واړو بريدګرو دا عمليات په خپل سر کړی د کومې ډلې مرسته ورته نه وه ترلاسه .
د برتانیې د چارواکو په وېنا د خالي په ورځ د شوي بريد پلټنې روانې دي او د يکشنبې په ورځ د لندن ختيځ کې ۱۲ مشکوک کسان هم نيول شوي دي.
د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامی ته په ټيليفون په بريد د افسوس څرګندونه کړې او په پلټنو کې يې ورسره د مرستو باور ورکړی دی.