لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چېمپينز ټرافي: هند پاکستان ته په ۱۲۴ رنزونو ماتې ورکړه


د هندوستان او پاکستان ترمنځ دا مېچ د برتانيې په برمنګهم ښار کې وشو.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ دا مېچ د برتانيې په برمنګهم ښار کې وشو.

په برتانيه کې روان د ايي سي سي چېمپينز ټرافۍ په سيالو کې هند ـ پاکستان ته په ۱۲۴ رنزونو ماتې ورکړه.

د هندوستان د ټاکل شوي هدف ۲۸۹ رنزونو په ځواب کې د پاکستان لوبډله يواځې ۱۶۴ رنزونه جوړ کړل او د کرکټ د قانون "ډک ورت لويس سسټم" ترمخه هند پاکستان ته په ۱۲۴ رنزونو سره ماتې ورکړه.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ دا مېچ د برتانيې په برمنګهم ښار کې وشو.

د لوبې ټاس پاکستان ګټلی او هند ته يې د بيټنګ بلنه ورکړې وه،خو د باران له کبله لوبه د ۵۰اوورونو په ځای اول ۴۹ او بيا ۴۱ اوورونو پورې محدود شوه.

هند په خپل وار په ۴۸ اوورونو کې ۳۱۹ رنزونه جوړ کړل خو د بيا باران شروع کېدو له وجې پاکستان ته په ۴۱ اوورونو کې د ۲۸۹ رنزونو هدف ورکړل شو کوم چې پاکستان پوره نه کړی شو او د لوبې په ۳۴م اوور کې ټول لوبغاړي په ۱۶۴ رنزونو اوټ شو.

د پاکستان په بېټنګ کې اظهرعلي تر ټولو زيات ۵۰ او محمد حفيظ ۳۳ رنزونه جوړ کړل.

د هند په باولنګ کې يادېو درې، پانډيا او جدېجا دوه دوه وکټې واخستې.

د هند له خوا په بېټنګ کې تر ټولو زيات روهېت شرما ۹۱ ، کپتان ويرت کوهلي ۸۱،شېکرداون ۶۸ او يووراج سنګهـ ۵۳ رنزونه جوړ کړل.

د پاکستان شاداب خان او حسن علي يوه يوه وکټه واخسته.

يووراج سنګهـ د مېچ غوره لوبغاړی وګرځول شو.

پاکستان به خپله دوېمه لوبه کې د چارشنبې په ورځ سويلي افريقې سره مخامخ کيږي.

چېمپينز ټرافي:

ايي سي سي چېمپينز ټرافي د نړۍ د اته غورو لوبډلو ترمنځ کېږي او د نړيوال جام (ورلډکپ) نه وروستو دوېمې مهمې لوبې ګڼل کېږي.

دا لوبې د جون د وړومبۍ نېټې نه پېل شوي کومې چې به د جون تر ۱۸مې نېټې روانې وي.

روان کال په دې سياليو کې د اته لوبډلو ترمنځه ۱۵ يو ورځنۍ لوبې کېږي د کوم لپاره چې دغه لوبډلې په دوه ګروپونو کې تقسيم کړل شوي دي.

په ګروپ ای کې د انګلېنډ، اسټرېليا، نيوزي لېنډ او بنګله دېش ترمنځ لوبې کېدونکې دي.

هم دا راز په ګروپ بي کې د پاکستان،هندوستان، سري لنکا او سوېلي افريقه شامل دي.

د هر ګروپ نه به دوه غوره لوبډلې سيمي فاينل ته رسېږي.

ايي سي سي چېمپينز ټرافي له ۱۹۹۸م راهسي کيږي کوم ته چې اول د ايي سي سي ناک اوټ ټورنامنټ نوم ورکړل شوی وو. په ۲۰۰۲م کې د دې نوم بدل کړل شو.

په ۲۰۰۸م دا لوبې په پاکستان کې کېدونکې وې خو د امنيتي وجوهاتو له کبله وځنډول شوې او په۲۰۰۹م بيا په سوېلي افريقه کې وشوې.

دا لوبې په اخري وار په ۲۰۱۳م کې په انګلېنډ کې شوې او په فاينل لوبه کې هند انګلېنډ ته په پينځه رنزونو ماتې ورکړې وه.

د کرکټ نړيوال سازمان (ايي سي سي) په ۲۰۱۳م کې د دې لوبو په اړه ا علان کړی وو چې دا به اخري لوبې وي خو په ۲۰۱۴م کې دا پرېکړه بېرته واخستل شوه او اعلان وکړل شو چې اوس به د چېمپين ټرافۍ لوبې د دوه کالو دمې په ځای څلور کاله پس کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG