لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:جنازه کې بمي چاودنو نژدې لس کسان وژلي


عیني شاهدانو ویلي  کله چې خلکو د جنازې نیتونه وتړل نو په دغه مهال پرله پسې درې درنې بمي چاودنې وشوې .
عیني شاهدانو ویلي  کله چې خلکو د جنازې نیتونه وتړل نو په دغه مهال پرله پسې درې درنې بمي چاودنې وشوې .

کابل کې د پولیسو اؤ مظاهره چیانو نښته کې د افغانستان د اولسي جرګې د مرستیال عالم ایزدیار د وژل شوي ځوي سالم ایزدیار په جنازه کې د بمونو چاودنې شوي چې ناتائیده راپورونه وایي تر دې مهاله پکې ۱۸ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل دي.

د سیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د اولسي جرګې د مرستیال د زوئ دجنازې مراسم نن د شنبې په ماسپښین درې بجې د کابل بادام باغ سیمه کې ترسره کیدل.

د جنازې په دې مراسمو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني او د افغان حکومت یو شمیرر نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند سرپرست نجیب دانش ویلي چې په دغو چاودنو کې دغو چارواکو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

داجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي د ټویټر په خپله پاڼه ویلي چې په دې چاودنو کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم روغ رمټ پاتې شوی دی اؤ څه زیان ورته نه دی رسیدلی.

عیني شاهدانو ویلي کله چې خلکو د جنازې نیتونه وتړل نو په دغه مهال پرله پسې درې درنې بمي چاودنې وشوې .

سرچینې وایي چاودنې دومره زورورې وې چې د خلکو غوښې ورسره په هوا کې والوتلې اؤ د مړو اؤ ژوبلو کسانو اندامونه تر لرې لرې خواره وؤ.

امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه ډلې دپیښې ځایې ته رسیدلي اؤ مړي اؤ‌ زخمیان روغتونونو ته رسوي.

دافغانستان میډیا دکابل د عامي روغتیا د سرچینو له خولې ویلي چې تر دې وخته دغو چاودنو کې ۱۸ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل دي.

خو ځینې نور راپورونه بیا وایي په چاودنو کې ۶ کسان وژل شوي اؤ ۲۴ نور ژوبل شوي دي.
په سمدستي ډول نه خو ددغه برید پړه کومې تندروه ډلې په غاړه اخستې اؤ نه هم افغان حکومتي اؤ امنیتي چارواکو خپل غبرګون ښودلی دی.

خو له دې وړاندې د چهارشبنې په ورځ په کابل کې د بهرنو سفارتخانو سره نزدې په یوه درنه بمي چاودنه کې تر ۹۰زیات کسان وژل شوي اؤ ۴۵۰ خواوشا ژوبل شوي وؤ.

دافغانستان د ملي استخباراتو چارواکو ددغه برید پړه په پاکستان اچولې اؤ ویلي یې دي چې ترهګریزه منصوبه د ایي ایس ایي په مرسته د حقاني ډلې جنګیالو پاکستان کې پلان کړی ؤ.

ددغه برید په ضد د جمعې په ورځ په سلګونو خلکو کابل کې یو لاریون کولو چې په دغه مهال د پولیس اؤ لاریون کوونکو ترمینځ نښته کې پینځه کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي وؤ .

په دغو وژل شوؤ کسانو کې د افغانستان د اولسي جرګې د مرستیال ښاغلي عالم ایزدیار مشر زوئ سالم ایزدیار هم شامل ؤ چې نن د کابل په بادام باغ سیمه کې دهغه جنازه کیدله.

په کابل کې د چهارشبنې د بمي چاودنې نه وروستو د جمعې په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني د ځوي انس حقاني په ګډون د ۱۱ جنګیالو د تیزندي کولو منظوري ورکړې ده چې په دغو ترهګرو کې د څلورو تعلق د حقاني ډلې اؤ د اوو د کوئټې شورا سره ښودل شوی.

داشرف غني لخوا جنګیالو ته د مرګ د سزا منظورولو وروستو طالبانو خپل سخت غبرګون کې ویلي وؤ چې که چرې دولت دغه طالبان تیزندي کړل نو دوئ به یې بدل اخلي ، بمي چاودنې به کوي اؤ د محکمو قاضیان اؤ‌ چارواکي به په نخښه کوي

(ددې خبر نور جذئیات راروان دي)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG