لاس رسیدونکی لینک

چوهدري نثار:پاکستان کې حکومت اؤ محکمه یو بل ته نه دي رانیغ شوي


دمحکمې قاضی سترڅارنوال ته دا هم ویلی وؤ چې مبارک شه ستاسو حکومت په سسلین مافیا کې ورګډ شوی دی

په پاکستان کې د سترې محکمې اؤ حکومت ترمینځ د لفظي تاؤ تریخوالي راپیدا کیدو څخه وروستو ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ښاغلی چوهدري نثار علي خان وایي هیڅکله هم ستره محکمه اؤ حکومت یو بل ته نه دي رانیغ شوي .

هغه وایي کوم حکومت ضد قوتونه چې د حکومت اؤ عدلیې د تاؤ تریخوالي تاثر خوروي هغوئ غواړي چې هیواد کې دې فضاء تاؤژنه اؤ ادارې دې د یو بل په ضد ولاړې وي خو داسې به نه کیږي.

د کورنیو چارو وزیر دغه سپیناوي ته وروستو له هغې اړ شوی چې په روانه اوونۍ کې د یو حکومتي سنیټیر نهال هاشمي لخوا د وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه د کورنۍ په احتساب بوختو چارواکو ته سختې دړکې وشوې.

دغه سنیټیر ویلي وؤ څوک چې نن د وزیراعظم اؤ د هغه د اولاد نه حساب غواړي سبا به مونږ په هغوئ اؤ د هغوئ په بچو د پاکستان زمکه راتنګه کړو.

سترې محکمې د سنیټیر هاشمي ددغو دړکو پخپله نوټس اخستی ؤ اؤ محکمه کې د دوسیې اوریدنې په مهال یو قاضي شیخ عظمت سعید ویلي وؤ چې د نهال هاشمي په خوله بل چا خبرې کړي دي اؤ دا داسې ده لکه مافیا اؤ ترهګر چې ماشومان جګړې ته راکاږي.

هغه سترڅارنوال ته دا هم ویلی وؤ چې مبارک شه ستاسو حکومت په سسلین مافیا کې ورګډ شوی دی .

د قاضي شیخ سعید په دغو څرګندونو حکومت بد منلي وؤ اؤ ویلي یې وؤ داسې خبرې د محکمې سره نه ښایي.

د کورنو چارو وزیر د شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي د یو معتبر قاضي په څرګندونو د حکومت له لوري د افسوس هیڅکله دا مطلب نه دی چې ګنې حکومت اؤ محکمه یو بل ته رابرند شوي دي.

هغه دنوم اخستو پرته په دغه بیان کې پخپل ستر مخالف سیاسي ګوند تحریک. انصاف سخت ټکونه کړي اؤ ویلي ددغه ګوند مشرانو ټول عمر پخپله د محکمې پریکړو پسې خندا کړې ده اؤ اوس حکومت په ناحقه بدنامول غواړي

XS
SM
MD
LG