لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حقاني شبکه څه ده؟


 د دې ډلې بنياد د پخواني سوويت يونين په ضد جنګېدونکي یو افغان کمانډر جلال الدين حقاني اېښودی ؤ.
 د دې ډلې بنياد د پخواني سوويت يونين په ضد جنګېدونکي یو افغان کمانډر جلال الدين حقاني اېښودی ؤ.

افغان چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ کابل کې د شوې زورورې چاؤدنې د ککړتيا تور د القاعده سره اړونده حقاني شبکې باندې لګولی دی، په دې ځانمرګي بريد کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي او د ۴۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

حقاني شبکه څه ده، څه فعاليتونه لري، په دې اړه درسره ځينې مالومات شريکوؤ.

حقاني شبکه:

حقاني شبکه يوه وسله واله ډله ده او په افغانستان کې د امريکې او افغان ځواکونو سره تل په جګړه ده، افغان چارواکي او د ترهګرۍ د چارو نړيوال پوهان وايي دا شبکه د افغانستان د ټولو نه زياته وژنې کوونکۍ وسله واله ډله ده.

افغانستان کې ترسره شوؤ د تشدد د یو شمېر داسې پېښو زمه واري په دې شبکه وراچول شوې چې پکې په غټه کچه وژنې شوي دي، د بېلګې په توګه کابل کې په سفارتخانو بريد، د پارليمان په ودانۍ بريد او افغانستان کې امريکايي پوځي مرکزونو باندې بريدونه ـ

دا شبکه کله جوړه شوه:

د دې ډلې بنياد د پخواني سوويت يونين په ضد جنګېدونکي یو افغان کمانډر جلال الدين حقاني اېښودی ؤ. په کال ۱۹۹۵م کې دا ډله د افغان طالبانو سره ملګرې شوه او طالبان په پاکستان او افغانستان کې په دينې مدرسو کې وو.

وروستو دا د طالبانو مهمه ډله وګرځېده او په کال ۱۹۹۶م کې دې ډلې د طالبانو د کابل په ولقه کې اخستو کې مرسته کړې وه.

حقاني د طالبانوپه حکومت کې د قبايلي علاقو وزير وټاکل شو او ترکال ۲۰۰۱م بورې د طالبانو د حکومت نسکورولو پورې په دغه چوکۍ ناست ؤ.

وېل کيږي حقاني د پاکستان په یوه مدرسه دارالعلوم حقانيه کې زده کړې کړي، او د دې مدرسې په اړه عام تاثر دا دی چې خواخوږي يې د طالبانو سره ده.

د جلال الدين حقاني دوه ښځه دي او د يوې تعلق پکې د متحده عرب اماراتو سره دی. حقاني ته په سُني اکثريتي خليجي ملکونو کې د قدر په سترګه کتل کيږي.

حقاني شبکه څوک چلوي:

د خراب صحت له کبله حقاني د ډلې مشري خپل زوي سراج الدين ته سپارلې ده، هغه د ډلې د مرستيال امير په توګه کار کوي. خليل الرحمان حقاني چې امریکا د غېرملکي نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی د ډلې دپاره پېسې راټولوي. د سټېن فورډ پوهنتون د يوې څيړنې ترمخه هغه د ډلې د وسله والې روزنې او وېش کار هم ترسره کوي.

انس حقاني د جلال الدين حقاني د عرب نسله ښځې نه دی او دا وخت په افغانستان کې بندي دی، هغه ته يو ځايي عدالت د مرګ سزا اورولې وه. حقاني شبکې ګواښ کړی که د هغه سزا عملي شوه نو خطرناکې نتيجې به ولري.

حقاني شبکه چرته شتون لري:

وېل کيږي د دې ډلې مرکز د پاکستان په شمالي قبايلي سيمې ميران شاه کی دی. راپورونه وايي چې دلته د ډلې په هلوځلو کې د وسله ترلاسه کول، روزنه، ځانمرګي بمبار تيارول، د وسله والو عملياتو پلانونه جوړول او په دغه اړوند نورو پلانونه تياريږي.

کابل او امریکايي چارواکي د اوږدې مودې نه د پاکستان په استختباراتي ادارې آئي اېس آئې باندې تور لګوي چې دې ډلې ته يې خوندي ځاې ورکړی خو پاکستان دا تور ردوي.

حقاني شبکه څومره قوت لري:

د اټکلونو ترمخه د دې ډلې د غړو شمېر د درې زرو نه تر لسو زرو پورې دی. راپورونه وايي دې ډلې ته د خليجي ملکونو او شتمنو خلکو نه علاوه د قاچاق د لارې پېسې مېلاويږي.

د حقاني شبکې د نورو ډلو سره اړيکې:

حقاني شبکه د القاعده، تحريک طالبان پاکستان، اسلامک مومنټ آف ازبکستان او پاکستان کې د لشکر طيبه په ګډون د نورو وسله والو ډلو سره اړيکې لري. دا هم خيال کيږي چې څو بهر ملکيان د ډلې په ولقه کې دي چې پکې تېر کال په کابل کې د امريکايي پوهنتون دوه غړي هم شامل دي.

د کابل بمي چاؤدنې او حقاني شبکه:

په واشنګټن کې د يو امريکايي تهنک ټېنک مډل ايسټ انسټيټيوت څيړنکار مارون وائن بام وايي د څو کلونو وروستو په کابل کې په يوه سفارتي علاقه کې دغه ډل عمليات طالبان کولی شي، حقاني شبکه د طالبانو سره اړونده ده ځکه افغانستان پاکستان پله ګوتې راپورته کوي.

د افغانستان يو ځايي ټيلي ويژن چېنل ويلي دا بمي چاؤدنه د حقاني شبکې دوه مشرانو غړو د پاکستان د یو پخواني پوځي جنرال په مرسته کړې ده.

د پاکستان د بهرنو چارو وزات وياند دا تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG