لاس رسیدونکی لینک

د کابل د چاودنې خلاف لاریون کې ډزې ، یو تن مړ،۷ ژوبل


مظاهرینو د ارګ مخې ته ورتلل غوښتل چې پولیسو یې مخه ونیوله

د افغانستان پلازمینه کابل کې د چهارشنبې په ورځ د شوې خونړۍ چاودنې په ضد نن د جمعې په ورځ کابل کې دخلکو لخوا راجوړ شوی احتجاج کې د پولیسو اؤ پاریدلو مظاهرینو نښته شوې چې پکې یو تن وژل شوی اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه راپورونه وایي د کابل د چاودنې په ضد نن په سوونو خلک د احتجاج دپاره پلازمینې ته ورټول شوي وؤ اؤ غوښتل یې د صدر د ماڼۍ په لوري ورشي خو پولیسو د هغوئ مخه ونیوله.

راپورونه وایي دغه مظاهرینو د پاکستان، طالبانو ، د افغانستان د حکومت اؤ پخواني اولسمشر حامد کرزي په ضد شعارونه ورکول اؤ د طالبانو اؤ حقاني شبکې د نیول شوؤ جنګیالو د تیزندي کولو غوښتنه یې کوله.

عیني شاهدان وایي کله چې دغه مظاهرینو د ارګ په لور ورتلل وغوښتل نو پولیسو دهغوئ مخه ونیوله چې په دې مظاهرین وقهریدل اؤ په پولیسو یې د کاڼو ګزارونه وکړل.

سرچینې وایي پولیسو د مظاهرینو د خورولو دپاره هوایي ډزې کړي اؤ اوښلن ګاز یې هم کارولی دی.

سرچینې وایي په دغه نښته کې اووه کسان ژوبل شوي اؤ یو تن وژل شوی دی.

ځینو مطبوعاتو دعوه کړې چې وژل شوی تن محمد سالم نومیږي چې د افغانستان د مشرانو د جرګې د مرستیال محمد عالم ایزدیار ځوئ دی خو چارواکو یا پخپله محمد عالم ایزدیار تر دې مهاله ددغه وژنې پخپلی نه دی کړی.

په مظاهره کې شامل د اولسي جرګې یو غړي عبداللطیف پدرام خبریالانو ته ویلي چې دغو مظاهره چیانو په هیڅ سیاسي ګوند پسې اړه نه لرله اؤ یوازې د امن اؤ سولې دپاره یې غږ پورته کولو چې دا یې حق ؤ خو پولیسو پرې په ناروا ګولۍ چلولي.

د تیرې چهارشنې په ورځ په کابل کې یوه درنه بمي چاودنه کې تر ۹۰ زیات کسان وژل شوي اؤ خواوشا ۴۰۰ نور ژوبل شوي وؤ.

د افغانستان ملي استخبارات وایي دغه چاودنه د حقاني ډلې جنګیالو د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته کړې ده خو پاکستان دغه تور رد کړی دی اؤ وایي دا د افغانستان خپلې کورنۍ ناکامۍ دي.

XS
SM
MD
LG