لاس رسیدونکی لینک

پاکستان وایي لوبغاړي به یې دافغان کرکټ لیګ سیالیو کې نه لوبیږي


د پاکستان کرکټ بورډ مشر ښاغلي شهریارخان اعلان کړی ؤ چې دپاکستا تر لسو پورې لوبغاړي به دافغان کرکټ لیګ سیالیو کې برخه اخلي

دافغانستان لخوا پاکستان سره د کرکټ د اړیکو ختمولو وروستو دپاکستان کرکټ بورډ هم اعلان کړی چې لوبغاړي به یې افغان کرکټ لیګ کې نه لوبیږي.

له دې وړاندې تیره اوونۍ لاهور کې دافغان کرکټ بورډ د مشر عاطف مشعل سره په ګډه یو مطبوعاتي کانفرنس کې د پاکستان کرکټ بورډ مشر ښاغلي شهریارخان اعلان کړی ؤ چې دپاکستا تر لسو پورې لوبغاړي به دافغان کرکټ لیګ سیالیو کې برخه اخلي

خو د سه شنبې په ورځ کابل کې د یوې سترې بمي چاودنې چې پکې په سوونو کسان مړه اؤ‌ ژوبل شوي وؤ افغان کرکټ بورډ پاکستان سره د کرکټ د اړیکو ختمولو اعلان وکړو.

دغه اعلان وروستو له هغې د افغان کرکټ بورډ لخوا په ټوئټر وشو چې د افغانستان ملي استخباراتو وویل د کابل برید د حقاني نیټ ورک جنګیالو د پاکستان د استخباراتي شبکې په مرسته کړی دی.

دجمعې په ورځ دپاکستان کرکټ بورډ خپل بیان کې ویلي کومو پاکستاني لوبغاړو یا روزونکو چې افغان کرکټ لیګ کې د لوبیدو تړونونه کړي دي هغوئ ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان ترنامه ولوبیږي.

له دې وړاندې دتیرې شنبې په ورځ د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان ویلي وؤ د پاکستان اؤ افغانستان د لوبډلو ترمینځ به دوه دوستانه ټي ټوئنټي لوبې راجوړولی شي چې لمړۍ لوبه به یې افغانستان اؤ دوهمه پاکستان کې کیږي.

هغه ویلي وؤ دواړه هیوادونه به دوه اړخیزه سیریز هم کوي چې هغه په افغانستان،پاکستان اؤ یاهم شارجه کې کیدی شي خو دتاریخونو پریکړه به وروستو وکړل شي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر زیاته کړې وه چې پاکستان به د نړیوال کرکټ په چارو کې افغانستان سره کمک کوي اؤ هڅه به وکړي چې افغانستان هم د کرکټ د نړیوال کونسل غړی جوړ کړي.

خو دپاکستان کرکټ بورډ سره په دغه تړون په سوشل میډیا افغانانو د افغانستان دکرکټ بورډ په مشر کلکې نیوکې کړې وې.

عن تر دې چې د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ویاند د خپلو خلکو دقهر سړولو په موخه وروستو سپیناوی وکړو چې پاکستان سره به د کرکټ لوبې د اولس د رائیو اؤ ملي ګټو په اساس کولی شي

افغانستان لمړی هیواد نه دی چې پاکستان سره یې د کرکټ د تعلقاتو ختمولو اعلان کړی بلکې له دې وړاندې د هند کرکټ بورډ هم د ترهګرو د ملاتړ پسر پاکستان سره د کرکټ د لوبو نه انکار کړی دی

XS
SM
MD
LG