لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا کې داصلاحاتو ځنډ،صدر ممنون پارلیمان کې سخت غبرګون سره مخ شوی


خورشید شاه ویلي حکومت قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو په ځنډولو قبائیلي اولس پسې هسې خندا کړې ده 
خورشید شاه ویلي حکومت قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو په ځنډولو قبائیلي اولس پسې هسې خندا کړې ده 

د پارلیمان ګډې غونډې ته پخپله کلیزه وینا کې پسمانده ساتل شوؤ قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو اؤ نورو مهمو معاملو له پامه په غورځولو دپآکستان صدر ممنون حسین دمخالفو ګوندونو لخوا د سخت غبرګون سره مخ شوی .

په پاکستان کې د مخالفو ګوندونو مشر خورشید شاه ویلي حکومت قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو په ځنډولو قبائیلي اولس پسې هسې خندا کړې ده

هغه ویلي قبائیلي سیمې دهیواد دصدر د واک لاندې راځي خو صدر نه یوازې دا چې تل دقبائیلي سیمو نه بې پرواه پاتې شوی بلکې په څلورو کلونو کې یې چرته یو ځل هم دپارلیمان دننه یا بهر په کومه قامي معامله خبره نه ده کړې.

د زیارت په ورځ چې کله د پاکستان صدر ممنون حسین د پارلیمان ګډې غونډې ته خپله کلیزه وینا پیل کړه نو د مخالفو ګوندونو غړو د هغه د وینا مخنیوي دپاره پارلیمان کې چغې سورې جوړې کړې اؤ په لوړ غږ یې د ”ګو نواز ګو ” شعارونه ورکول

په دغو چغو سورو. کې هم صدر ممنون حسین خپله وینا وکړه اؤ دحکومت هاغه لاس ته راوړنې یې وستائیلي چې مخالف ګوندونه پرې حکومت سره متفق نه دي.

هغه افغانستان کې د تیرې ورځې د بمي چاودنې غندنه هم وکړه اؤ وئ ویل چې افغانستان کې له سولې پرته سیمه د ثبات مخ نه شي لیدلی.

همدغه شان صدر خپله وینا کې په هند روایتي ټکونه وکړل اؤ د اولس دپاره دپاکستان د راتلونکي بجټ ګټې یې یادې کړې خو هغه پخپله ټوله وینا کې دا ونه ویل چې په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو عمل ولې وځنډول شو.

د صدر له وینا وروستو د مخالفو ګوندونو مشر ښاغلي خورشید شاه خبریالانو ته وویل حکومت لمړی پخپله قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو پځایې کولو دپاره کمیټي جوړه کړه اؤ کله چې دغه معامله پارلیمان ته راغله نو حکومت بیا د خپلې خبرې نه پشا شو چې دا قبائیلو پسې سوچه خندا ده.

دجماعت اسلامي ګوند مشر سناتور سراج الحق هم په صدر ممنون حسین سخت ټکونه وکړل چې د قبائیلي سیمو په هکله د خپلو ذمه وارو څخه نه دی خبر.

سراج الحق خبریالانو ته ویلي دقبائیلي سیمو اولس په خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګډیډل اؤ په صوبایي اسمبلۍ کې نمائندګي غواړي خو حکومت قبائیل دخپل دغه حق نه محروم ساتلي دي.
د خیبر ايجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړی او د فاټا پارلیماني مشر شاه جي ګل وایي حکومت ورسره د اصلاحاتو کړې وعدې پوره نه کړې .

هغه د وړاندې نه ډیوه راډیو ته ویلي وؤ چې د جون په وړمبۍ نيټه کیدونکې د سينټ او قامي اسمبلۍ ګډې غونډې نه به بائیکاټ کوي اؤ په دغه بائيکاټ ورسره د اپوزيشن نور ګوندونه هم صلاح شوي دي.

شاه جي ګل وايي د روژې مياشت ختمیدو پورې که اصلاحات اعلان نه شو اسلام اباد کې به احتجاجي دهرنه یا ناسته کوي او سرکاري دفترونه به تړي.

"اسلام اباد به په مکمله توګه بندوو چې د نور پاکستان خلکو سره هم د قبائيلي سيمو اولس د مشکلاتو احساس پیدا شي،"

شاه جي ګل زياتوي صدر پاکستان کولی شي چي صدراتي امر د لاري قبايلي سيمو حیثیت ختم کړي او د عدالتي نظام غځولو او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د فاټا اسمبلۍ غړو د پاره دې ائيني ترميم وشي.

د شاه جي ګل په وينا که صدارتي امر جاري شي نو دوي بيا د جولايي پورې ائيني ترميمونو د پاره احتجاج ځنډولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG