لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچمن ـ سپین بولدک پوله ۲۲ ورځې وروستو بیا پرانستل شوې


 پوځ خپل یو بیان کې ویلي چې په چمن پوله اوس پاکستان د افغانستان سرحدي پولیس بیرته پشا تمبولي
پوځ خپل یو بیان کې ویلي چې په چمن پوله اوس پاکستان د افغانستان سرحدي پولیس بیرته پشا تمبولي

دچمن اؤ سپین بولدک په مقام دافغانستان اؤ پاکستان ګډه پوله ۲۲ ورځې وروستو د خلکو دتګ راتګ دپاره پرانستل شوې ده.

دپاکستان پوځ وایي دغه پوله یې د روژې دمیاشتې په احترام د افغان چارواکو په غوښتنه د خواخوږۍ په جذبه پرانستې ده..

دچمن پوله د روانې میاشتې په پینځمه نیټه وروستو له هغې پاکستان تړلې وه چې د پولې ترڅنګ د پرتو دوؤ کلیو د ملکیت په شخړه د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمینځ یوه خونړۍ نښته وشوه.

پاکستاني پوځ دریځ خپل کړی ؤ چې د پولې ترڅنګ یې پخپلو دوؤ کلیو جهانګیر اؤ لقمان کې د خلکو سرشمیرنه کوله چې افغان پوځیانو یې مخه ونیوله خو افغان پوځ ویل چې جهانګیر اؤ لقمان کلي دافغانستان په خاوره کې راځي.

په دغه شخړه ددواړو هیوادونو د پوځیانو نښته کې په لسګونو کسان مړه اؤ ژوبل شوي وؤ چې له هغې وروستو پاکستان دغه پوله د هر رقم تګ راتګ دپاره تړلې وه.

دشبنې یا خالي په ورځ دپاکستان پوځ خپل یو بیان کې ویلي چې په چمن پوله اوس پاکستان د افغانستان سرحدي پولیس بیرته پشا تمبولي اؤ پخپلو سیمو یې واک ترلاسه کړی .

پوځ ویلي دپولې دواړو غاړو ته د ویشل شوؤ کلیو په هاغو برخو کې یې د سرشمیرنې کار هم سرته رسولی چې د پاکستان په حد کې راځي اؤ ددواړو هیوادونو چارواکي دیو بل پولې ته په نه وراوختو صلاح شوي دي.

د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دې وروستیو کې د شریکې پولې پسر سخت جنجالونه پیدا شوي اؤ افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان د پولې د سمبالښت په نوم د افغانستان په خاوره کې مداخلې ته لاس اچولی..

دغه دواړه هیوادونه یو بل سره د ډیورنډ دکرښې په نوم ۲۶۴۰ کلو میټره اوږده پوله لري چې دغه پوله افغانستان د نړیوال سرحد په توګه نه مني اؤ پاکستان یې افغانستان سره خپل نړیوال سرحد ګڼي.

دغه کرښه په کال ۱۸۹۳ کې دبرتانوي هند اؤ دافغانستان دهاغه وخت دامیر عبدالرحمان لخوا د ترسره شوي یو تړون په اساس راښکل شوې وه.

نن هم ددغه کرښې دواړو غاړو ته ګڼې داسې سیمې شته چې دواړه سیمې یې د ملکیت دعوه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG