لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان نوي بجټ کې د طاقتور پوځ، قبائیلي سیمو اؤ ځپلو خلکو دپاره څه دي؟


بجټ کې د هیواد تر ټولو پسمانده قبائیلي سیمو دپاره 24.5 بلینه روپۍ ایښودل شوي دي
بجټ کې د هیواد تر ټولو پسمانده قبائیلي سیمو دپاره 24.5 بلینه روپۍ ایښودل شوي دي

دپاکستان حکومت د روان مالي کال 2017-18 دپاره د 47 اکهربه اؤ 90 اربو روپو بجټ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی.

په دغه بجټ کې د وړاندې نه د هیواد په تر ټولو زیاتو پیسو پالونکي پوځ دپاره خو نورې پیسې سیوا کړی شوي خو د مزدورانو دمیاشتې اجرت کې یوازې 1000 روپۍ سیوا کړی شوي دي

دپاکستان حکومت دغه بجټ اولس دوسته اؤ دعام اولس دپاره ګټور ګرځولی خو مخالف سیاسي ګوندونو ورته د لفظونو د مداري توب نوم ورکړی اؤ وایي په دې بجټ کې دغریب اولس دښیګړې دپاره هیڅ نشته،

دغه بجټ د خزانې مرکزي وزیر ښاغلي اسحاق ډار په داسې حال کې قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی چې مخالفو سیاسي ګوندونو یې په ضد په پارلمان کې نعرې وهلې اؤ د هغه دعوې یې دروغ ګرځولې.

دفاعي څانګه کې د 8.59 زیاتوالی

په پاکستان کې وړاندې نه سیاسي ګوندونه،غیردولتي سازمانونه اؤ مدني فعالان سختې نیوکې لري چې د هیواد د ټولو پیسو تر ټولو زیاته برخه په طاقتور پوځ ددفاع په نوم لګول کیږي خو سږکال په پوځ لګیدونکې دغه پیسې نورې هم سیوا کړی شوي دي اؤ په دفاعي بجټ کې 8.59 زیاتوالی راوستل شوی دی،

په دغه بجټ کې ټاکل شوې چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په غوره خدماتو به د پوځ ټولو افسرانو اؤ عسکرو له د تنخاګانو سیوا کولو ترڅنګ خصوصي الاونس یا ځانګړې پیسې هم ورکول کیږي

مزدورانو اؤ پینشني خلکو دپاره بجټ کې څه دي

په پاکستان کې له دې وړاندې د یو مزدور د میاشتې مزدوري یوازې 14000 زره روپۍ ټاکل شوې وه خو په اوسني بجټ کې دغه میاشتنۍ مزدوري صرف د 1000 روپو د اضافې سره 15000ؤ ته سیوا کړل شوې ده.

همدغه شان د ریټائرډ ملازمینو تنخا کې د 10 فیصده اضافې وړاندیز شوی دی

دقبائیلي سیمو برخه

دپاکستان په دغه تازه بجټ کې د هیواد تر ټولو پسمانده قبائیلي سیمو دپاره 24.5 بلینه روپۍ ایښودل شوي دي چې تیر کال دغه شمیره 21 بلینه روپۍ وه.

د غریبۍ معلومو په هکله دنړیوالو ادارو راپورونه وایي‌ چې په قبائیلي سیمو کې 72فیصدي وګړي د غریبۍ نه ډک ژوند کوي چې دا په پاکستان کې دغریبۍ تر ټولو لویه شمیره ده، تر دې مهاله دپاکستان په اووه قبائیلي ایجنسیو کې یو پوهنتون نه شته حالانکې د قبائیلي سیمو ابادي د نړۍ په نقشه د ځلیدونکي هیواد اسرائیل د تولې ابادۍ 8.38 ملیونه څخه زیاته ښودل کیږي.

دقبائیلي سیمې کرمې ایجنسۍ سره تعلق لرونکی دپاکستان د قامي اسمبلي اسمبلۍ غړی ساجدحسین طوري وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي هرڅو که قبائیلي سیمو دپاره بجټ کې اعلانونه وشي خو دغه پیسې مونږ ته په وخت نه راکړی کیږي چې داولس په ښیګړه یې ولګوؤ اؤ‌ د کال په ختمیدو دغه اعلان کړی شوې پیسې بیرته قامي خزانې ته ستنیږي.

بجټ کې د کرونده ګرو اؤ زمیدارو برخه

په دغه بجټ کې ویل شوي چې هر زمیدار ته به تر پنځوسو زرو روپور قرضه ورکولی اؤ د زمکو د اوبه خور دپاره به بجلي په ارزانو نرخونو ورکولی شي خو د زمکو یا پټو دپاره د څرې نرخ کې هیځ بدلون نه دی راوړل شوی اؤ لکه د مخکې به اوس هم د څرې بوجۍ کرونده ګر په 1400 روپۍ اخلي

ټوله ګټه کې د صوبو برخه

په دغه بجټ کې د ټول هیواد نه د راټول کیدونکو پیسو اندازه 5 زره اؤ 310 اربه روپۍ لګول شوې ده اؤ ویل شوي دي چې په دغو ټولو پیسو کې به 2 زره اؤ 384اربه روپۍ په صوبو لګول کیږي.

تعلیم، صحت اؤ پراختیا دپاره ایښودل شوې پیسې

په بجټ کې د لوړ زده کړو دپاره 37.6 ،صحت دپاره 49 روغتونونو دپاره 10 دڅښلو د اوبو دپاره 12 اؤ د دائمي پراختیا د هدفونو ترلاسه کولو دپاره 30 اربه روپۍ ایښودل شوي دي.

سکریټ اؤ سمارټ فونز

په موبائیل فون کال کولو کې ټیکس کې کمي راوستل شوی اؤ 12 نیم فیصده ته راکوز کړی شوی اؤ په سمارټ فونز ایکسائز ډیوټي یا ګمرګ 17 فیصده ته غځول شوی.

بیلا بیل لګښتونه

په دغه نوي بجټ کې دپاکستان اؤ چین ترمینځ دجوړیدونکې اقتصادي لارې په لړ کې د بلوچستان ګوادر صوبه کې د جوړیدونکو 31 پرمختیایي پروژو د سرته رسولو ذکر شوی اؤ اؤ د بینظیر انکم سپورټ پروګرام دپاره 121 اربه روپۍ بیلې کړی شوي دي.

بینظیر انکم سپورټ پروګرام پاکستان کې په کونډو رنډو. اؤ‌بې وسه خلکو د مالي مرستو دویشلو د هغې پروژې نوم دی چې د راپورونو له مخې دا مهال ترې 68 لکه بې وزله خلک استفاده کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Recommended

XS
SM
MD
LG