لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات نه د ملا فضل الله نزدې ملګری فضل اکبر ګرفتار،څلور نور طالبان تیزندي


پولیس دا نه ده په ډاګه کړې چې ایا فضل اکبر اوس هم د ملا فضل الله سره په رابطه کې ؤ که نا؟
پولیس دا نه ده په ډاګه کړې چې ایا فضل اکبر اوس هم د ملا فضل الله سره په رابطه کې ؤ که نا؟

په پاکستان کې امنیتي ځواکونه دعوه کوي چې د سوات سیمې څخه یې دپاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله نزدې ملګری اؤ ستر ترهګر فضل اکبر نیولی دی.

په عین حال کې پښتونخوا صوبه کې پرله پسې په دوهمه ورځ هم د طالبانو د تحریک څلور نور غړي په دار خیژول شوي دي.

د زیارت په ورځ د پښتونخوا د ترهګرۍ د مخنیوي پولیسو دعوه کړې چې دسوات په کوزه بانډه کې یې عملیات کړي اؤ دتحریک طالبان پاکستان دمشر ملا فضل الله نزدې ملګری فضل اکبر یې نیولی دی.

پولیس وایي فضل اکبر د ترهګرۍ یو شمیر پیښو کې لاس لري اؤ کله چې ملا فضل الله په سوات کې ؤ نو هم ده به ورته وسلې ، بمونه اؤ د امنیتي ځواکونو نقلي وردیانې رسولې.

خو پولیس دا نه ده په ډاګه کړې چې ایا فضل اکبر اوس هم د ملا فضل الله سره په رابطه کې ؤ که نا؟

بل لوري ته دزیارت په ورځ دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي چې د پښتونخوا په یو زندان کې یې د طالبانو دتحریک څلور جنګیالي په دار کړي دي .

له دې یوه ورځ وړاندې هم پوځ د څلورو طالبان جنګیالو د تیزندي کولو دعوه کړې وه.

د پوځ په تازه بیان کې د تیزندي کړل شوؤ طالب جنګیالو نومونه محمدابراهیم،رضوان الله،سردارعلي اؤ شیرمحمدخان ښودل شوي دي دي.

پوځ دعوه کړې چې دغه طالب جنګیالي په امنیتي ځواکونو، عامو وګړو اؤ تعلیمي ادارو بریدونو کې ککړ وؤ.

په دار خیژول شوؤ دغو طالبانو باندې مقدمه په پوځي محکمه کې چلیدلې وه اؤ پوځ وایي هغوئ په محکمه کې خپل جرمونه منلي وؤ.

په پاکستان کې پوځي محکمې په کال ۲۰۱۴ کې د دسمبر په میاشت کې د پيښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو لخوا د شوي یو خونړي برید نه وروستو ددوؤ کالو دپاره جوړې کړل شوې وي.

په دغه برید کې د سکول د ماشومانو په شمول د ۱۵۰ څخه زیات بې ګناه کسان وژل شوي وؤ.

د روان کال د مارچ په میاشت کې چې کله د پاکستان دننه د پوځې محکمو د واک موده تر نورو دوؤ کلونو وغځول شوه نو دهغې راپدیخوا دغو پوځي محکمو د ترهګرو تیزندي کولو عمل کې زیاته چټکیتا راوستې ده اؤ تر دې مهاله یې په لسګونو طالبان د څلورو،څلورو کسانو د ټولګیو په شکل کې تیزندي کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG