لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف:داقتصادي پرمختیا پروژو کې دچین ترڅنګ ولاړ یو


ښاغلي شریف د سي پیک لاندې د جوړیدونکو منصوبو په چټکیتا سره دترسره کیدو هوډ ښکاره کړی دی
ښاغلي شریف د سي پیک لاندې د جوړیدونکو منصوبو په چټکیتا سره دترسره کیدو هوډ ښکاره کړی دی

دپاکستان وزیراعظم میانوازشریف ویلي پاکستان د چین د ترټولو سترې سوداګریزې پروژې “یوه سیمه یوه لار”د ودې دپاره دچین ترڅنګ ولاړ دی اؤ سي پیک ددغه پروژې یوه مهمه برخه ده.

ښاغلي نوازشریف دعوه کړې ده چې دپاکستان اؤ چین اقتصادي لارې جوړولو دپاره پاکستان هر رقم ګامونه اخلي.

کله چې وزیراعظم نوازشریف دشنبې په ورځ بیجینګ کې چینائي چارواکو ته د پاکستان اؤ چین داقتصادي لارې په جوړونه کې د پاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو ډاډ ورکولو نو عین هم په دغه وخت کې دپاکستان دبلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې ددغه اقتصادي لارې په جوړونکو مزدورانو دنامعلومو وسله والو یو خونړي برید کې نهه مزدوران وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان د سرکاري راډیو له مخې وزیراعظم میانوازشریف د چین صدر شي جن پنګ سره لیدلي اؤ هغه ته یې باور ورکړی چې ګوادر کې په ټولو پرمختیايي پروژو چټک کار روان دی.

له دې وړاندې ښاغلي شریف دخپل چیني سیال سره لي کیانګ سره لیدنه کې د سي پیک لاندې د جوړیدونکو منصوبو په چټکیتا سره دترسره کیدو هوډ ښکاره کړی دی.

د ریډیو پاکستان له مخې وزیراعظم خپل چیني سیال ته ویلي چې د یوې سیمې یوې لارې په نامه جوړیدونکې دستوره کې دپاکستان د څلورو واړو صوبو د اعلي وزیرانو ګډون ښایي چې ټول پاکستانی قام په سي پیک متفق دی.

خو دپاکستان د پنجاب نه علاوه په نورو دریواړو صوبو کې د سي پیک په حواله سختې اندیښنې اؤ ناقلاري خوره ده .

چین ته دپاکستاني وزیراعظم په دوه ورځني سفر کې ددواړو هیوادونو دچارواکو ترمینځ د دریوؤ اربو اؤ ۴۰ؤ کروړو روپو په بیلابیلو اقتصادي اؤ تیکنیکي تړونونو لاسلیکونه هم شوي دي.

په دغو تړونونو کې دپاکستان دریل د مرکزي پاټلۍ ایم ایل ون د ښه کولو، دهزارې په حویلیا سیمه کې د اوچې ګودۍ جوړولو، د ګوادربندرګاه اؤ ځینې نورې پروژې شامل دي

په خیبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې وخت په وخت سیاسي ګوندونو اؤ مدني فعالانو احتجاجي غونډو اؤ کانفرنسونو کې په ډاګه کړې چې د سي پیک لویدیزه لاره کې د صوبو حقونو تروړل شوي اؤ یوازې په ختیزه لاره کې ټولې ګټې دپنجاب لمنې ته غورځول شوي دي.

د اتوار د ورځې نه په بیجنګ کې د یوې سیمې یوې لارې په نامه پیل کیدونکي دغه کانفرنس کې د ۲۷ؤ هیوادونو د مشرانو د ګډون احتمال ښودل شوی .

د کانفرنس مقصد د نړیوالې مرستې له لارې ګډې پرمختیا ته وده ورکول دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG