لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مستونګ کې د سېنېټ مرستیال چيئرمېن په کاروان چاؤدنه کې ۲۵ تنه وژل شوي


چاؤدنه کې ژوبل ټول کسان د مستونګ او کوئټې روغتونونو ته وړل شوي دي.
چاؤدنه کې ژوبل ټول کسان د مستونګ او کوئټې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې مشر او د سېنيټ مرستيال مشر مولانا عبدالغفورحېدري په کاروان شوې چاؤدنه کې ۲۵ تنه وژل شوي او د ۳۵ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

پېښه کې ژوبل د سېنيټ مرستيال مشر مولانا عبدالغفورحېدري مطبوعاتو سره خبرو کې ووېل، " زه يوې دینې مدرسې ته جلسه له تلی ووم د جلسې نه وروستو چې کله مونږ روان شو حمله وشوه بيا ډزې وشوې، زه په خپله ژوبل يمه ډرائیور او درې کسان راسره نور سخت ژوبل شوي دي".

پېښه کې مړه او ژوبل شوي زیاتره کسان د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام (ف) غړي دي.

د بريد زمه واري داعش قبوله کړې ده.

د مستونګ مرستيال کمشنر ممتازاحمدکهيتران ويلي حالاتو ته په کتو داسې مالوميږي چې دا ځانمرګی بريد دی او په دغه اړوند نورې پلټنې روانې دي.

د مستونګ د ضلعې روغتون مشر ډاکټر شېراحمدساتکزۍ مطبوعاتو سره په خبرو کې د ۲۵ تنانو د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي روغتون ته د ۳۵ پورې ژوبل تنه راوړل شوي او د ځينو حالت پکې مرګونی دی.

د ساتکزۍ په وېنا ځينې سخت ژوبل د کوئټې روغتون ته لېږل شوي دي.

له دې وړاندې د مستونګ ضلعې د پوليس مشر غضنفرعلي مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل چې دويې ته د بريد په نتيجه کې د نهه تنو د وژنې خبر ترلاسه شوی خو نوموړي وويل لا يې پخلی نشي کولی.

هغه وويل چاؤدنه کې ژوبل ټول کسان د مستونګ روغتونونو ته وړل شوي دي.

پوليس افسر وويل داسې ښکاري چې دا ځانمرګی برید دی خو زياته يې کړه د پلټنو وروستو به هر څه معلوم شي.

د کوئټې د پوليس مشر ډي آئي جي عبدالرزاق چیمه په وېنا دویې ته د ۳۰ نه ۴۰ پورې کسانو د ژوبلېدو خبر ترلاسه شوی دی.

داعش په وروستيو کې په پاکستان کې بریدونه سېوا کړي دي، په شام کې فعاله ترهګرې ډلې د فرورۍ په مياشت کې په سندهـ صوبه کې د صوفي لعل شهبازقلندر په مزار د ځانمرګي بريد زمه واري قبوله کړې وه، په دغه بريد کښې د ۷۰ نه زيات تنان وژل شوي چې د زياترو تعلق پکې د شيعه مسلک سره وو.

بلوچستان صوبه د افغانستان او ايران سره پولې لري او دواړه هېوادونه تور لګوي چې تُندلاري د پاکستان خاوره د دوي په ضد د ترهګر بريدونه دپاره کاروي، خو اسلام اباد دا تورورنه رودي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG