لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څلور نور ترهګر په دار ځړول شوي دي، ائي اېس پي ار


روانه میاشت کې د پوځي عدالتونو نه سزاوار شوو کې تر اوسه پورې ۱۲ ترهګر په دار وخېژول شو.
روانه میاشت کې د پوځي عدالتونو نه سزاوار شوو کې تر اوسه پورې ۱۲ ترهګر په دار وخېژول شو.

د پاکستان پوځ ويلي د خېبرپښتونخوا جېل کې د تحريک طالبان څلور ترهګر په دار ځړول شوي دي.

په دار ځړول شوي په ترهګر بريدونو، بې ګناه خلکو وژنو، تعليمي ودانو ورانو، سېدوشريف هوايي اډه او امنيتي ادارو باندې بريدونو کې ککړ وو او پوځي عدالتونو ورته د تېزندې سزا اورلې وه.

د شورو يا چهارشنبې په ورځ هم پوځ د تحريک طالبان پاکستان د درېو ترهګرو په ګډون د څلورو ترهګرو په دار ځړولو ویلي ؤ.

له دې وړاندې د روانې میاشتې په درېمه نېټه هم د څلورو ترهګرو د تېزندي کولو وېل شوي وو.

روانه میاشت کې د پوځي عدالتونو نه سزاوار شوو کې تر اوسه پورې ۱۲ ترهګر په دار وخېژول شو.

نن په دار خېژول شوؤ کې بخت امیر د اميرزرين زوی د تحريک طالبان پاکستان فعاله غړی ؤ هغه په وسله والو ځواکونو بريدونو او چاؤدنو کې ککړ ؤ.

اصغرخان د احمدجان زوی او محمدواز د ګل محمد زوی د تحريک طالبان پاکستان غړي په وسله والو ځواکونو بریدونو او تعليمي ادارو په ودانو ورانولو کې ککړ وو.

مشتاق احمد د محمدمعراج زوی د تحريک طالبان پاکستان غړی سېدوشريف روغتون باندې بريد او دولتي چارواکو په وژنو کې ککړ ؤ.

پوځ ويلي څلورو واړو ترهګرو د ججانو په وړاندې خپل جرمونه منلي او پوځي عدالتونو ورته سزاګانې اورولې وې.

پاکستان کې روان کال پوځي عدالتونو ته په دوېم ځل د دوه کالو نوره موده غځول شوې ده.

د بشري حقونو ډلې د پوځي عدالتونو په جوړېدو نيوکې کوي چې پوځي عدالتونو کې د اورېدنو په وخت ملزم ته د خپلې دفاع موقع نه ورکړی کيږي.

خو د پاکستان حکومت وايي پوځي عدالتونه يې د ترهګرۍ د مخې نيولو او حالاتو ته په کتو جوړ کړي او په دغو عدالتونو کې ملزمانو ته وکيل هم ورکړی کيږي.

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم ایمنسټي وایي پاکستان د نړۍ په هاغو لمړیو پینځوؤ هېوادونو کې شامل دی چې پکې زیاتې د مرګ سزاګانې ورکړل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG