دپاکستان د کرکټ تکړه لوبغاړی یونس خان د توپ وهنې یا بیټنګ په څانګه کې د افغانستان د کرکټ دلوبډلې روزنې ته اماده شوی دی.
د خیبرپښتونخوا د مردان سیمې سره تعلق لرونکی یونس خان په کرکټ کې د ترټولو زیاتو ۱۰۰۰۰ؤ منډو جوړولو ویاړ په غاړه لري اؤ د انضمام الحق د ۲۵ؤ سلیزو جوړولو ریکارډ هم ده مات کړی دی.
دافغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشال برتانوي خبري ادارې ته ویلي چې افغانستان د توپ وهنې په څانګه کې دخپلو لوبغاړو د روزنې دپاره د یونس خان سره خبرې اترې کړي دي اؤ هغه دې خبرې ته امادګي ښودلې ده چې افغان لوبغاړي به وروزي .
خو نوموړي ویلي تر دې مهاله د یونس خان د کوچنګ په حواله غوڅ تړون ته نه دي رسیدلي.
هغه وویل مونږ غواړو د خپل لوبغاړو د روزلو دپاره د غوره لوبغاړو خدمات ترلاسه کړو .
ښاغلي مشال عاطف دا هم ویلي چې په موجوده حالاتو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې دپاره پاکستان کې لوبیدو ته زمینه نه ده هواره اؤ د دواړو هیوادونو د کرکټ بورډونه په دې خبرې کوي چې کوم دریم هیواد کې لوبه وکړي.
یونس خان په ۱۳مه فرورۍ ۲۰۰۰ء کې په کراچۍ کې د سریلنکا په ضد د یو ورځني سیریز د لمړي لوبې څخه د نړیوال کرکټ د لوبغاړي په توګه پیل کړی ؤ اؤ په دغه موقعه یې ۴۶ منډې جوړې کړې وې.
وروستو دده په مشرۍ کال ۲۰۰۹م کې پاکستان د ټي ټوینټي نړیوال جام وګټلو چې دا په۱۹۹۲کې د کرکټ د نړیوال جام ګټلو راپدیخوا دپاکستان دپاره تر ټولو ستر ویاړ ؤ.
تیره میاشت ښاغلي یونس خان ونس د ویسټ انډیز په ضد د ټیسټ سیریز کولو وروستو د نړیوال کرکټ څخه د لاس اخستو اعلان کړی ؤ.
د یونس خان نه وړاندې دوؤ نورو پاکستاني لوبغاړو انضمام الحق اؤ کبیرخان هم د افغان کرکټ د لوبډلې روزنه کړې ده