لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان محصلین وایي پاکستان کې یې راتلونکی تیارو سره مخ دی


افغان محصلینو د افغان سفارتخانې مخې ته احتجاج کړی
افغان محصلینو د افغان سفارتخانې مخې ته احتجاج کړی

پاکستان کې په تعلیمی وظیفه په زده کړو بوخت په لسګونو افغان محصلینو احتجاج کړی چې دپاکستان لخوا دوئ ته په غوره تعلمیي ادارو کې زده کړې نه ورکول کیږي چې له دې امله د دوئ راتلونکی د ګواښ سره مخ کیدی شي.

د شورو په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې دغو افغان محصلینو د افغان سفارتخانې مخې ته احتجاج کړی اؤ افغان سفیرډاکټر حضرت عمرزاخیلوال یې دخپلو شکایتونو څخه خبر کړی دی.

دا مهال ګڼ شمیر افغان محصلین پاکستان کې ددې هیواد په تعلیمي وظیفه زده کړې کوي اؤ پاکستان اعلان کړی چې سږکال به درېوؤ زرو نورو افغان زده کوونکو ته هم د هیواد په بیلابیلو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو موقع په لاس ورکړي.

خو په اسلام اباد کې احتجاج ته راټولو شوؤ افغان محصلینو ویلي ګڼو افغان زده کوونکو پاکستان کې خپل زده کړې سرته رسولي خو تراوسه ورته تعلیمي اسناد نه دي ورکړل شوي .

دغه محصلین وایي چې د ډګرو څخه د محرومو افغان زده کوونکو راتلونکی د ګواښ سره مخ شوی اؤ افغان حکومت هم باید په دې معامله پاکستان سره خبرې وکړي.

ددغو مظاهره چیانو یو تن مشر بلال احمد امریکه غږ ته ویلي هغوئ د لاهور په یو شخصي پوهنتون کې زده کړې کوي خو غواړي دپاکستان حکومت ورته باید په داسې پوهنتونونو کې د زده کړو موقعه برابره کړي چې هغه د ښو تعلیمي ادارو څخه تصدیق شوي وي.

هغه وویل افغان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال ټولو افغان محصلینو ته باور ورکړی چې دریوؤ اوونیو کې دننه به ددوئ د شکایتونو هوارولو دپاره اقدام وکړي.

تیر کال هم د پاکستان خیبر پښتونخوا کې ګڼو افغان زده کوونکو مظاهرې کړې وې چې دپاکستان تعلیمي ادارې ورته اسناد نه ورکوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG