د امریکې صدر ډونلډټرمپ پېنټاګون ته واک ورکړی چې د شام د ډيموېټک ځواکونو (اېس ډي اېف) کُردانو ته وسله ورکړي، خو په دغسې کولو د امریکا د نېټو اتحادي ترکي اعتراض کوي.
د پېنټاګون وياند ډېنا وائټ د نهې يا سه شنبې په ورځ ويلي چې د کردانو برخه چې د اېس ډي اېف د نيمې نه زیاته جوړيږي، دويې ته به په شام کې د داعش نه د رقې اخستو دپاره ضروري وسله ورکولی شي.
وائټ ويلي، " اېس ډي اېف ته چې د امریکا او اتحادي ځواکونو فعاله مرسته ترلاسه ده، دا په ځمکه يواځينی ځواک دی چې په نزدې راتلونکې کې په کاميابۍ سره رقه په ولقه کې واخلي".
انقره د داعش په ضد د شام د کُرد ځواکونو سره د اتحاد مخالفت کوي.
ترکي د اېس ډي اېف ملېشه چې د (وايي پي جي) په نوم پېژندل کيږي ترهګره ډله بولي څوک چې د (پي کی کی) کرد ورکرز پارټۍ سره اړونده ده، او دغه ترهګره ډله د کلونو راهسې د ترکي سره په جګړه ده.
وائټ ويلي پېنټاګون د ترکي د امنيتي اندېښنو نه پوره خبر دی او امریکا ژمنه ده چې د امنيتي خطرو مخه به نيسي او د خپلو نېټو اتحادي تحفظ به کوي.
امریکا به په شام کې دننه د شام ډيموکرېټک ځواکونو، کرد وايي پي جي او د شام عرب اتحاد سره مرسته کوي د کومو چې د مياشتو راهسې امریکايي ځواکونه په ښکاره مرسته کوي.
پېنټاګون ویلي د دفاع وزير جيم ميټهس د سه شنبې په ورځ د ترکي د دفاع وزیر سره په ټيليفون خبرې کړي او دواړو په شام او عراق کې د سولې او ثبات د دپاره د مرستو ويلي دي.