پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د پاکستاني چارواکو هغه ادعا رد کړې چې د چمن په پوله نښته کې يې د افغانستان ۵۰ عسکر وژلي، هغه ويلي يواځې دوه افغان سرتيري وژل شوي دي.
زاخېلوال په ټويټر خپل پېغام کې ليکلي، "نن د پاکستاني ورځپاڼو د سر خبر دا دی چې پاکستان د چمن په نښته کې د افغانستان ۵۰ وژلي او د ۱۰۰ نه زيات ژوبل شوي دي".
نوموړی سفير وايي، "دغه معلومات د پاکستان پوځ او ملېشې ځواکونو ورکړي، ولې رښتيا دا دي چې دوه افغان سرتيري وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي".
هغه وايي، "د دوه تنو ژوند هم ډېر دی که چرته مونږ د ښه ګاونډيتوب اړيکې لټوؤ او د يو بل دپاره ښه غواړو".
زاخېلوال زياته کړې، "د چمن په پېښه کې پاکستان لوري ته هم مرګ ژوبله اوختي، ولې مونږ دې ته د نمانځنۍ په ځای بدمرغه او خواشيني وايو".
د بلوچستان د فرنټيرکانسټبلري (ملېشې) ځواک مشر مېجرجنرال ندیم انجم د اتوار یا يکشنبې په ورځ چمن کې رسنيو ته ويلي ؤ افغانستان سره په پوله رامنځته شوې پېښه کې يې د ۵۰ څخه زيات افغان سرتيري وژلي او پينځه پوستې يې ورله تباه کړي دي.
افغانستان په سمدستي ډول د پاکستاني چارواکو بيان ته دروغژن ويلي ؤ.
پاکستان د چمن په پوله نښته کې افغانستان لوري ته د اړول شوې مرګ ژوبلې ادعا څو ورځې وروستو کړې ده.
د تېر زیارت يا پنجشنبې په ورځ د چمن په پوله پرتو کليو جهانګیر او لقمان ته د پاکستان د سرشمېرنې عمله ورغلې او افغان ځواکونو عملې ته د بيرته تلو ويلي چې دغه علاقه د افغانستان ملکيت دی او په دغه خبره بيا د دواړو ځواکونو نښته شوې وه.
په دغه نښته کې دواړو خواؤ لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو.
افغانستان او پاکستان دواړه د یادو کليو د ملکیت ادعا کوي.
د افغانستان او پاکستان چارواکي دواړه ادعا کوي چې د دغو د خپل ملکيت په اړه يې د وړاندې نه يو بل خبر کړي وو.
په پوله د نښتې وروستو پاکستان افغانستان د چمن لاره تړلې او نن په څلورمه ورځ هم لا تړلې پرته ده.
د پولې د شخړې هوارولو دپاره د افغانستان او پاکستان چارواکي د جمعې د ورځې نه پرله پسې ناسته کوي ولې تراوسه کومې ختمي نتيجي ته نه دي رسېدلي.
د چمن په پوله د نښتې وروستو د افغانستان او پاکستان تاؤژنې اړيکې نورې د تاؤتريخوالي سره مخ شوي دي.