لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پوله په دوهمه ورځ هم تړلې ده، په زرګونو خلک خوندي سیمو ته وتلي


د سیمې څخه په زرګونو خلک د خپلو سرونو خوندي کولو دپاره نورو سیمو ته کډوال شوي
د سیمې څخه په زرګونو خلک د خپلو سرونو خوندي کولو دپاره نورو سیمو ته کډوال شوي

په چمن کې دافغانستان اؤ پاکستان په پوله د دواړو هیوادونو دسرحدي ځواکونو ترمنیځ د تیرې ورځې د نښتې نه وروستو دغه پوله نن د شنبې په ورځ د دوهمې ورځې دپاره هم تړلې پرته ده.

د سیمې څخه د وائس اف امریکا ډیوه دخبریال نعمت الله سرحدي ترمخه په پوله لا حالات تاؤژن دي اؤ ددواړو خواؤ سرحدي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي.

د سیمې څخه په زرګونو خلک د خپلو سرونو خوندي کولو دپاره نورو سیمو ته کډوال شوي اؤ تعلیمې ادارې اؤ کاروباري مارکیټونه بند پراته دي.

د پولې په سر د پیدا شوي جنجال هواري د پاره د جمعې په ورځ د دواړو هیوادونو د پوځي مشرانو ترمینځ خبرې اترې هم شوې وې خو دغو خبرو کومه غوڅه نتیجه نه ده ورکړې البته ددغو خبرو نتیجه کې اوربند په ځایې پاتې دی.

د پولې تړل کیدو له امله په سپین بولدک ولسوالۍ او د وېش بازار په تجارتي مارکیټونو کې کاروبار په ټپه ودریدلی او د چمن او سپین بولدک لوري ته په تجارتي مالونو بار لارۍ د لارې خلاصیدو ته شیبې شماري.

دقلعه عبدالله ډپټي کمشنر قیصر ناصر وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي په پوله چې کوم شل - پینځویشت کلي پراته دي د هاغو کلیو تر شلو زرو پورې خلک د خپلو کورونو نه بې کوره شوي اؤ خویندي سیمو ته یې سرپناه وړې ده.

همدغه زار په سیمه کې ټولې تعلیمي ادارې ، مارکیټونه اؤ کاروباري مرکزونه تړل شوي اؤ د دولسم صنف د محلصینو روانې ازموئنې هم ځنډول شوي دي.

د شنبې په ورځ د قدرتي افتونو په وخت د مرستو پاکستاني ادارې ایف ډي ایم ای چمن ته ۱۹ ټرکونه امدادي سامان لیږلی ترڅو دغه جګړه کې په زیانمن شوؤ خلکو یې وویشي .

په دغه سرحدي لار هره ورځ تر ۲۵ زرو زیات د چمن ښار ګوټي اوسیدونکې د سپین بولدک د وېش تجارتي بازار ته او د افغانستان له خوا هم په همدومره شمېر کې افغانان د پاکستان بیلا بیلو ښارونو ته د ناروغانو د درملنې او د خپلوانو د لیدو لپاره تګ راتګ کوي.

د جمعې په ورځ دغه جګړه هاغه مهال شورو شوې وه چې د پاکستاني پوځ نګرانۍ کې د سرشمیرنې مامورینو د چمن په پوله په پرتو کلو جهانګیر اؤ لقمان کې د وګړو سرشمیرنه کول غوښتل.

سرچینې وایي په دغه مهال افغان سرحدي ځواکونو د پاکستاني مامورینو د مخنیوي هڅه وکړه چې له امله یې ددواړو خواؤ ترمینځ جګړه پیل شوه اؤ په یو بل یې درنې ډزې وکړې.

په دغو ډزو کې دواړو خواؤ ته ۱۵ کسان وژل شوي اؤ د ۸۰ څخه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

د یادو کلو د ملکیت دعوه دواړه هیوادونه کوي.

د شنې په ورځ هم په دغه پوله حالات تاوژن دي اؤ د پاکستاني پوځ هیلي کاپټرې په هوا کې چورلي.

راپورونه وایي د پولې دواړو غاړو ته تر څلور کیلو میټره ساحه کې هیچا ته د ګرځیدو اجازه نه شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG