لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې ۱۳ کسان وژل شوي


ځواکونو دریځ خپل کړی چې پاکستان په کومو کلو کې سرشمیرنه کوله هغه د افغانستان حد کې راځي
ځواکونو دریځ خپل کړی چې پاکستان په کومو کلو کې سرشمیرنه کوله هغه د افغانستان حد کې راځي

په نژدیوکې د پاکستان امنیتي ادارو د پولې د سمبالښت په نوم ځیني داسې ګامونه اخستي چې کابل پرې پوښتنې راپورته کړي. او په وروستیو کې يې د نور کله نه زیات د ډیورنډ کرښې قانوني حیثیت نه انکار کړی دی.

د افغانستان اؤ پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ په چمن پوله د سیمو دملکیت په جنجال د اته ساعتو جګړې وروستو ډزبندي اعلان شوې ده. په دغه جګړه کې دواړو غاړو ته ۱۳ کسان وژل شوي اؤ ۷۷ نور ژوبل شوي دي.

دغه جګړه د جمعې په سحر هاغه مهال شورو شوې وه چې د پاکستاني پوځ نګرانۍ کې د سرشمیرنې مامورینو د چمن په پوله په پرتو کلو جهانګیر اؤ لقمان کې د وګړو سرشمیرنه کول غوښتل.

سرچینې وایي په دغه مهال افغان سرحدي ځواکونو د پاکستاني مامورینو د مخنیوي هڅه وکړه چې له امله یې ددواړو خواؤ ترمینځ جګړه پیل شوه اؤ په یو بل یې درنې ډزې وکړې.

د یادو کلو د ملکیت دعوه دواړه هیوادونه کوي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا اؤ د پوځ ویاند میجرجنرال عبدالغفور ویلي د سرشمیرنې خبر یې د وړاندې څخه افغان چارواکو ته ورکړی ؤ خو بیا هم افغان ځواکونو په عامه ابادۍ ډزې کړي.

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وي او ای ډیوه ته ویلي یوه اونۍ وړاندې يې پاکستان خبر کړی وو چې دغه کلو ته به نه ورځي. جنرال رازق زیاته کړی یاد کلي په صفري نقطه پراته دي. راپورونه وایي دافغان ځواکونو په ډزو کې نهه پاکستاني وګړي وژل شوي اؤ خواوشا ۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ په دې وروستیو کې د پولې د جنجالونو پسر اړیکې سختې تاوژنې شوي دي.

کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې طالبان اؤ نورې وسله والې ډلې ساتلي اؤ افغانستان کې پرې جګړې ته دوام ورکوي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي

د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر ویاند ویلي پاکستان د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ د جوړجاړي هڅې کړي هم دي اؤ بیا یې هم کوي خو هند افغانستان ځمکه د پاکستان په ضد کاروي. افغان حکومت دپاکستان دغه نظر په خپله خودمختارۍ پسې خندا ګڼي اؤ وایي افغانستان پخپلو پریکړو کې خپلواکه دی.

په ۲۴۰۰ کلومیټره اږده پاک افغان پوله باندې داسې یو شمیر کلي او ښار ګوټي شته چې د ملکیت په اړه يې سپیناوی نه دی شوی. په دغو کې د انګور اډه، مومندو سره د خویزو بیزو سیمه، کرمه کې ځیني کلي او د چمن روانه لانجه يې وروستي مثالونه دي.

په نژدیوکې د پاکستان امنیتي ادارو د پولې د سمبالښت په نوم ځیني داسې ګامونه اخستي چې کابل پرې پوښتنې راپورته کړي. او په وروستیو کې يې د نور کله نه زیات د ډیورنډ کرښې قانوني حیثیت نه انکار کړی دی.

پاکستان ځان د انګریز د وخت افغانستان سره د شوو لوظنامو وارث ګڼي. خو افغانستان تل وايي دغه لوظنامې د وخت جبر د هغه وخت په افغان حکومت په زور وزتپلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG