لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان ته د ځوابې ګامونو اخستو ګواښ کړی


فیس ذکریا تور لګولی چې هند دخپلو کرکژنو پلانونو عملي کولو دپاره د افغانستان خاوره کاروي
فیس ذکریا تور لګولی چې هند دخپلو کرکژنو پلانونو عملي کولو دپاره د افغانستان خاوره کاروي

پاکستان افغانستان ته ګوته څنډلې چې د چمن په پوله دپاکستان په کلیو ډزې ودروي ګنې پاکستان به هم دافغان ځواکونو ددغو ډزو بدل کې جوابي ګامونه واخلي.

د جمعې د سحر نه د چمن په پوله د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو نښته لا دوام لري اؤ راپورونه وایي دواړو هیوادونو پولې ته خپل تازه دم ځواکونه اؤ وسلې لیږلي دي.

د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر ویاند نفیس ذکریا دجمعې په ورځ خبریالانو ته داحوال ورکولو په وخت تور لګولی چې افغانستان د هند په لمسه پاکستان سره کرکې سیوا کوي.
د چمن په سرحدي پوله د افغانستان اؤ پاکستان امنیتي ځواکونه د جمعې د ورځې د سحر نه په یو بل ډزې کوي چې پکې تر دې مهاله اووه پاکستاني وګړي وژل شوي اؤ ۲۹نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي دافغانستان پوله ساتونکو عسکرو د پاکستان په خاوره کې په سرشمیرنه بوختو پاکستاني پوځیانو باندې ډزې کړي خو افغان پوځي چارواکي وایي چې پاکستاني پوځیانو په کومه سیمه کې سرشمیرنه کوله دغه خاوره د افغانستان ده.

دپاکستان د بهرنو چارو د دفتر ویاند ښاغلي نفیس ذکریا تور لګولی چې هند دخپلو کرکژنو پلانونو عملي کولو دپاره د افغانستان خاوره کاروي .

ویاند زیاته کړې ده چې د هند د لمسون په وجه افغانستان کې ستونزې سیوا کیږي.

خو بل لوري ته افغانستان دریځ لري چې د پاکستان لخوا په افغانستان دهند لاس کې د لوبیدو تورونه د افغانستان خپلواکۍ پسې خندا ده.

د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر ویاند زیاته کړې ده چې پاکستان افغانستان کې د سولې اؤ اعتدال پلوي دی اؤ ددغه غرض دپاره یې د افغان حکومت اؤ طالبانو د جوړجاړي کلکې هڅې کړي اؤ کوي یې.

خو هغه دپاکستان په غلیم هیواد هند تور ولګولو چې غواړي د افغانستان خاوره کې پاکستان ته ستونزې سیوا کړي.

هغه د چمن په پوله د افغان ځواکونو د ډزو عمل په سختو ټکو وغندلو اؤ افغان حکومت باندې یې ټینګار وکړو چې په سمدستي ډول دپاکستان په کلیو ډزې ودروي .

ویاند ګواښ وکړو چې که افغان ځواکونه د پاکستان په خاوره د ډزو لړۍ تم نه کړي نو پاکستان هم بیا دغو ډزو ته د کوټلي ځواب ورکولو حق لري.

سرچینې وایي پاکستان پریکړه د افغاني ځواکونو ډزو کې د نهو پاکستاني وګړو په وژل کیدو اؤ ۴۰ نورو په ژوبل کیدو به افغانستان ته سخت احتجاج کوي اؤ ددغه غرض دپاره نن څه وخت هم په اسلام اباد کې افغان ناظم الامور د پاکستان خارجه وزارت ته راغوښتل کیدی شي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر اؤ افغان ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال وايي افغانستان یو خپلواکه هیواد دی اؤ د خپلو پریکړو پخپله د کولو توان اؤ صلاحیت لري.

څو ورځې اګاهو د وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې افغان سفیر ښاغلي زاخیلوال ویلي وؤ هرکله چې پاکستان وایي افغانستان دهند په لاسو کې لوبیږي نو دا په اصل کې افغانستان پسې یوه خندا کول دي چې ګنې افغانستان خپل څه سوچ یا شعور نه لري.

هغه ویلي “مونږ دپاره حکومتداري اؤ سیاست کومه نه وې خبره نه ده ، زمونږ نیکونو یوه اوږده موده په دې سیمه واکمني کړې ده اؤ مونږ ددې توان لرو چې خپلې پریکړې

پخپله وکړو”

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG