لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د پاکستاني پارلماني پلاوي کابل ته تګ ګټور بولي 


د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر ایازصادق په مشرۍ ۱۵ کسیزه پارلماني پلاوی د شنبې/خالي په ورځ د کابل په سفر تلی وو.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر ایازصادق په مشرۍ ۱۵ کسیزه پارلماني پلاوی د شنبې/خالي په ورځ د کابل په سفر تلی وو.

د افغان صدر دماڼې ارګ څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، د افغانستان د ملي يو والي حکومت د پاکستان د پارلماني پلاوي د کابل سفر " د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د ګډ تفاهم او باوري فضا رامنځته کولو دپاره مناسبه موقع ګڼي".

د پاکستان د پارلماني پلاوي مشر ایاز صادق وړانديز کړی د دواړو هېوادونو ملکي او پوځي مشران دې يو بل سره خبرو ته کښېني.

د ارګ بيان وايي دغه تګ د افغانستان او پاکستان د خلکو ګډو اړيکو جوړولو، د ورپېښو ستونزو ، ننګونو او دا وخت چې دواړه هېوادونه د ترهګرو ډلو له کړنو او ګواښونو سره مخ دي، په وړاندې همغږي موثر کولی شي.

دغه رنګ "د افغانستان حکومت تمه لري چې دا کتنې به د باور فضا په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي او پخوانۍ بې باوري به له منځه یوسي".

افغان حکومت د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د همکارۍ په اړه د پاکستان د پارلماني پلاوي د نېک نظر هرکلی کړی او دغه "ډول فضا رامنځته کېدل د افغانستان او پاکستان د خلکو او په دواړو هېوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات په ګټه بولي".

افغان حکومت هيله څرګنده کړې چې دغه کتنې د پاکستان د حکومت د هغو ژمنو عملي کېدو سبب وګرځي کومې چې يې په درې اړخیزو او ټولو دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د همکارۍ په موخه کړې وې.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ اسپيکر اياز صادق له افغان مشرانو سره د ترهګرۍ پرضد مبارزې، اقتصادي اړیکو او د کابل او اسلام اباد په اندېښنو ،د پولې په سر راپېښو مسلو او اقتصاد ته اوړېدونکي زيان په سر خبرې کړي دي.

راپورونه وايي افغان صدر اشرف غني پاکستاني سره پلاوي سره په ناسته کې د ترهګرۍ د ملاتړ او له افغانستان سره د پاکستان له خوا د پولې د تړلو د مسلې ډاګيزې خبرې کړي.

ايازصادق د ليدنې وروستو په کابل کې رسنيو سره په خبرو کې ويلي، "د پارليمان د غړو په حېث دويې د ستونزږ د هواري دپاره په خبرو اترو باور لري، هغه ويلي دلته کومه ژمنه نه کوي، خو پاکستان ته بيرته په تلو به افغان چارواکو سره د ليدنو په اړوند خپل وړاندېزو د خپل حکومت سره شريک کړي".

نوموړي زياته کړې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړيکې د دواړو هېوادونو ملکي مشرانو او د پوځي چارواکو يو بل سره کښېناستو او خبرو ته اړتيا لري.

د ایازصادق په مشرۍ ۱۵ کسیزه پارلماني پلاوی د شنبې/خالي په ورځ د کابل په سفر تلی وو.

د ایاز صادق دفتر ويلي نوموړي افغان صدر اشرف غني سره په ليدنه کې ويلي، پاکستان د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د برابرۍ په بنياد په اړيکو باور لري، هغه ویلي "په دواړو وروڼو (هېوادونو) کې يو غټ نشته".

نوموړي ويلي پلاوی یې په خلاص زړه راغلی چې د دواړو ملکونو ترمنځ نوې اړيکې پېل کړي.

ايازصادق په دې خبره ټينګار کړی چې د يو ښه راتلونکې دپاره دې په يو بل د تورونو لګولو څخه دې ډډه وشي.

نوموړي افغان صدر ته د سيمې د مسلو د هواري دپاره د پاکستان ، افغانستان، ايران او چين د سپيکرانو د ګډې غونډې د کوربه توب وړانديز هم کړی دی.

د پاکستان پلاوي د پخواني افغان صدر حامدکرزي سره هم ليدلي دي.

دا وړومبی ځل دی چې د پاکستان د پارلمان د استازو دغه ډول پلاوي د کابل سفر کړی دی.

پاکستاني پلاوي دغه سفر په داسې حال کې کړی چې په وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې په سر تاؤ تريخوالی جوړ شوی او کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې په خپله خاوره د افغانستان په ضد طالبانو ته ځای ورکوي، ولې پاکستان دغه تورونه ردوي.

د پارلماني پلاوي د سفر نه دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ يو لوړ پوړي هيئت هم د کابل سفر کړی او افغان دفاعي او پوځي مشرانو سره يې لیدلي وو.

د اسپيکر اياز صادق په مشرۍ پارلماني پلاوي کې د عوامي نيشنل ګوند علام احمد بلور، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اچکزی، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ او په پارلیمان کې د موجودو نورو ګوندونو غړي هم شامل وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG