لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير: ټريفکي پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي


دغه ګاډی د بريک کار پرېښودو له امله د لواري ټنل سره نزدې ژورې کندې ته غورځېدلی او ډرائيور پکې خپله هم ژوند دلاسه ورکړی دی.
دغه ګاډی د بريک کار پرېښودو له امله د لواري ټنل سره نزدې ژورې کندې ته غورځېدلی او ډرائيور پکې خپله هم ژوند دلاسه ورکړی دی.

د خېبرپښتونخوا بره دير علاقه کې د مسافرو يو ګاډی (کوسټر بس) ژورې کندې ته لوېدلو پېښه کښې لږترلږه ۱۱ کسان مړه شوي او ۹ ژوبل شوي دي.

د بره دير مرستیال کمشنر فهيده الله ډيوه ريډیو سره په خبرو ويلي، په مړه شوؤ ۱۱ کسانو کې درې ماشومان او درې ښځې شامل هم دي.

دا ګاډی د پېنډۍ نه چترال ؤ چې د پېښې ښکار شوی دی.

فهيدالله وويل په مړه شوؤ کښې د شپږو مسافرو تعلق د چترال، د څلورو د پېنډۍ او يو تعلق د باجوړ ايجنسۍ سره ؤ.

نوموړي زياته کړه ژوبل کسان د تېمرګرې روغتون ته منتقل کړی شوي چې پکې د څلور روغتيايي حالت مرګونی دی.

هغه زياته کړه دغه ګاډی د بريک کار پرېښودو له امله د لواري ټنل سره نزدې ژورې کندې ته غورځېدلی او ډرائيور پکې خپله هم ژوند دلاسه ورکړی دی.

پاکستان کې ټريفکي پېښې د سړکونو د خرابوالي، په ګاډو کې د حساب نه زيات وزن وړلو، د ګاډو د زوړوالي او ډرائيورانو د غفلت له امله رامنځته کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG