لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:تازه عملیاتو کې دداعش ۲۰ جنګیالي وژل شوي


د اچین په ماموند دره اؤ لته بند سیمو کې د داعش د وسله والو په ځالو هوايي اؤ ځمکني بریدونه کړي
د اچین په ماموند دره اؤ لته بند سیمو کې د داعش د وسله والو په ځالو هوايي اؤ ځمکني بریدونه کړي

افغان چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په اچین سیمه کې د داعش په ضد تازه عملیاتو کې ددغه تندروه ډلې ۲۰ جنګیالي وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

اچین د سخت دریځه وسله والې ډلې ستر مرکز ګڼل کیږي چې په دغه اولسوالۍ کې افغان اؤ ائتلافي ځواکونو د تیرو څو ورځو راهسې ګډ عملیات پیل کړي دي.

د جمعې په ورځ دامریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان پخلی کړی ؤ چې د اچین په دغو عملیاتو کې یې د افغانستان دپاره د داعش مشر عبدالحسیب وژلی دی.

په دغو عملیاتو کې دوه امریکایي پوځیانو هم وژل شوي وؤ.

د خالي په ورځ د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي خبریالانو ته ویلي چې ائتلافي اؤ افغان ځواکونو د اچین په ماموند دره اؤ لته بند سیمو کې د داعش د وسله والو په ځالو هوايي اؤ ځمکني بریدونه کړي چې تر ۲۰ پورې د داعش جنګیالي پکې وژل شوي دي.

د والي ویاند ویلي دي چې د حمزه په نوم د داعش اؤ نورو وسله والو په ضد پیل کړل شوي دغه تازه عملیات په چټکتیا سره روان دي اؤ په تیر یو شواروز کې یې دداعش جنګیالو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې اؤ دهغوي ځالې یې له مینځه وړي دي.

د والي ویاند دا هم ویلي چې په دغو وژل شوؤ جنګیالو کې زیاتره بهرنیان دي خو دا یې نه دي ویلي چې تعلق یې د کومو هیوادونو سره دی.

له دې وړاندې په دیارلسم اپریل امریکایي ځواکونو اچین کې دداعش په وسله والو د بمونو د مور په نوم د نړۍ تر ټولو غټ بم غورځولی ؤ چې پکې دداعش په شلګونو جنګیالي وژل شوي وؤ.

راپورونه وایي امریکایي ځواکونو دغه بم اچین کې دداعش په هغه مرکز غورځولی ؤ چې د ټولې نړۍ نه به ورته جنګیالي دداعش لیکې ته ورګډیدو دپاره راټولیدل.

وروستو داسې راپورونه هم مخې ته راغلي وؤ چې په دغه برید کې ۱۳ بهرني جنګیالي وژل شوي وؤ‌چې یو پکې د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر هم شامل ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG