لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پارلیمان هئیت دکابل په سفر تللی


دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د ګډې پولې پسر په دې وروستیو کې سخت جنجالونه پیدا شوي دي
دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د ګډې پولې پسر په دې وروستیو کې سخت جنجالونه پیدا شوي دي

د پاکستان د پارلیمان یو ۱۵ کسیز هئیت د خالي په ورځ د افغانستان پلازمینې کابل ته رسیدلی.

ددغه پارلیماني هئیت مشري دقامي اسمبلۍ سپیکر ښاغلی ایاز صادق کوي اؤ ټاکل شوې ده دوئ به د افغان اولسمشر اشرف غني په ګډون د نورو لوړ رتبه افغان چارواکو سره لیدنو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو خبرې اترې وکړي.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د ګډې پولې پسر په دې وروستیو کې سخت جنجالونه پیدا شوي دي اؤ کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان په افغانستان کې دجګړې دوام اؤ ناامنیو ته لمسوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان سره د ګاوڼدیتوب ښې اړیکې غواړي.

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین کابل ته دپاکستاني وفد سفر یو ښه ګام بولي خو وایي دغسې سفرونه اؤ لیدنې باید ددواړو هیوادونو په پالیسو کې دغوره بدلون سبب جوړ شي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي میا افتخار حسین وویل دې کې شک نشته چې دا مهال ددواړو هیوادونو ترمینځ ګڼ شمیر غلط فهمۍ موجود دي اؤ کله چې تګ راتګ کمیږي نو دغه غلط فهمۍ ورسره نورې هم سیوا کیږي.

نوموړی وایي که چرې دواړه هیوادونه غواړي چې د سیمې په موجوده سیاسي منظر نامه کې خپلې ګټې خوندي کړي نو بیا به ورته خپلو کې کلک تماسونه نیول اؤ خپلې کمزورې پالیسۍ بدلول وي.

میا افتخار حسین وایي دا وخت دواړه هیوادونه د خپلو خپلو ګټو دپاره د نړیوالو قوتونو په خوښه تګلارو باندې عمل کوي اؤ کله چې دوئ په یو بل باور وکړي نو بیا دخپلې خوښې تګلارې جوړولی شي.

د پښتونخوا یو سئنیر صحافي نثار محمد خان چې دپاک افغان اولسي تړون نومي غیردولتي سازمان مشر هم دی ډیوه ویب پاڼې ته وویل کابل ته دپاکستان د پارلماني هئیت سفر ښایي چې ددواړو هیوادونو ترمینځ د ترخو اړیکو په سمولو اوس کار روان شوی دی.

هغه وویل له دې وړاندې چې په مزارشریف کې په افغان پوځ کوم ترهګریز برید شوی ؤ په هغې د خواخوږې دپاره هم دپاکستان د لوړ رتبه پوځي چارواکو یوه ډله د افغانستان په سفر تللې وه چې دا دپاکستان لخوا افغانستان ته یو ښه پیغام دی.

هغه وایي کوم پارلیماني هئیت چې دا مهال د کابل په سفر دی هغې کې د پاکستان دبیلابیلو سیاسي اؤ مذهبي ګوندونو استازي برخه لري اؤ دوئ چې د افغان چارواکو دریځ له نزدې واوري نو په واپسۍ کې دپاکستان دپارلیمان دننه افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو کې ښه کردار لوبولی شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر اؤ د اولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمرزاخیلوال تیره میاشت وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي وؤ چې ددواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په ښه والي اتفاق موجود دی خو دې دپاره صادقانه هڅې پکار دي.

افغان سفیر ویلي وؤ افغانستان غواړي چې پاکستان سره د ښه ګاونډیتوب خوږې اړیکې ولري خو پاکستان ته به هم د افغانستان اندیښنې ختمول وي.

کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې طالبانو ته خوندي ځالې ورکړي دي اؤ دغه طالبان د پاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایی په مرسته افغانستان کې په نړیوالو اؤ افغان ځواکونو بریدونه کوي.

خو پاکستان بیا په افغانستان تورونه لګوي چې خپله خاوره کې یې پاکستان ضد طالبانو ته د هند په لمسه پناه ورکړې ده.

افغان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال دا هم وایي چې افغانستان هاغه ټول ترهګر وژلي یا هم نیولي چې پاکستان ور په ګوته کړي وؤ خو افغانستان چې پاکستان کې د موجودو ترهګرو نومونه اؤ درکونه پاکستاني چارواکو ته ورکړي د هغوئ په ضد هیڅ ګامونه نه اخستل کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG